لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ بدامنۍ د پښتنو ابادو بېعې ټيټې کړي


دې علاقې ته اول د قصبې کټي پهاړۍ غر کټ کولو د پښتنو او مهاجرو ترمينځ مسلې راپورته کړې ، جگړې وشوې ، خو دغه مسله دومره کړکيچنه نه وه ،
دې علاقې ته اول د قصبې کټي پهاړۍ غر کټ کولو د پښتنو او مهاجرو ترمينځ مسلې راپورته کړې ، جگړې وشوې ، خو دغه مسله دومره کړکيچنه نه وه ،

کراچۍ ښار ته چې په پاکستان کې د سوداگرۍ تر ټولو لويې ښار وئيل کيږي اؤ دغلته د څلويښتو لکو نه زيات پښتانۀ ميشته دي ، په دغې ښار کې په تېرو څو کلونو کې دبدامنۍ پيښو په ځانگړې توگه د پښتنو په گڼ مېشته سيمو کې د زمکو او کورونو بېعې ټيټې کړي دي .

د کراچۍ په هاغو سيمو کې چرته چې زياتره پښتانۀ ميشته دي د قلنگ د پرچو او نورو دړکو له کبله ډېرو خلکو د دغو علاقو نه کډې کړي ، خپلو پلارنو سيمو او يا په ښار کې کومو نورو محفوظو علاقو ته منتقل شوي دي .

د کراچۍ ښار د غربي ضلعې د سائټ ټاؤن گڼې پښتون مېشته سيمې قصبې کالونۍ اوسيدونکي وايي ، په تېرو څو کلونو کې په ښار کې بدامنۍ ترټولو زياته دغه سيمه اغېزمنه کړې ده ، او په ځانگړې توگه په علاقه کې هغه ابادۍ چرته چې زيات پښتانه اوسيږي.

د قصبې د اسلاميه کالونۍ اوسېدونکی ۳۰ کلن اجمل خان چې پلارنۍ سيمه يي سوات ده ، وايي مونږ په علاقه کې د گڼ شمېر ستونزو سره مخ يو ، چې پکې د خلکو نه قلنگ اخستل او د علاقې د سر د سړو وژنې مهمې ستونزې دي .

زما خپل پلار په دغې علاقه کې په هدف شوی دی ،هغه د علاقې ناظم پاتې شوی او سماجي کارکن ؤ ، او اوس داسې حالات دي چې مونږ د ماښام د بانگ سره خپلې دروازې بندوؤ ، مونږ ته چې څوک ور وهي نو کوشش دا کوؤ چې ور ورته کولاؤ نه کړو ، او د کال ۲۰۱۲م نه وروستو دلته حالات ډېر زيات خراب شوي دي“.

هغه ووئيل زمونږ د چاسره څه زړه بداوی هم نشته ، چې پلار يي راله ويشتی ، او دغه سلسله چې دوام لري تراوسه پورې په دغې علاقه کې ۶۶ کسان وژل شوي دي .

د هغه په وينا زمونږ په څنگ کې چې نزدې په موټر سائيکل څوک تېرشي ، نو مونږ ويريږو ، او دغه شان هغه په موټر سائيکل سوارۀ کسان خپله هم ويريږي .

د دغې کالونۍ يو بل استوگن حبيب الله چې په علاقه کې خپل شخصي سکول هم چلوي ، وايي مونږ د ۲۲ کلونو راهسې دلته اباد يو، هغه وايي دې علاقې ته اول د قصبې کټي پهاړۍ غر کټ کولو د پښتنو او مهاجرو ترمينځ مسلې راپورته کړې ، جگړې وشوې ، خو دغه مسله دومره کړکيچنه نه وه ، وروستو دقلنگ غوښتو پرچيانو حالات ډېر خراب کړي دي چې لا هم دوام لري .

اصل دا علاقه د پرچيانو نه متاثرشوې ده او زما په خيال په کراچۍ کې د ټولو نه زياتې پرچيانې په قصبه کالونۍ کې ورکړی شوي دي ، نو د دې وجې نه چې کوم د پېسې والا او اثر رسوخ والا د جرگې مشران خلک وو ، هغويي خو يا ووژلی شو يا يې ددې ځايې نه هجرت وکړو ، خو متاثر څوک دي په ځانگړې توگه پښتانه په هدف دي “.

حبيب الله زياته کړه ، دلته د کومې خاصې سياسي پارټۍ کسان نه دي په هدف شوي بلکې د ټولو سياسي پارټو ورکران او مشران ويشتل شوي دي ، خو چې څومره ويشتل شوي هغه پښتانه دي . نوموړي زياته کړه مونږ چې دغې علاقې ته راغلو نو چا ځان له د گرانۍ له کبله کور له ځايي نه شو اخيستی ځکه چې دلته امن وو. خو اوس حالات بدل دي ، او د کورونو او زمکو بېعې يو په درې کمې شوي دي .

د کله نه چې پرچيانې او وژنې شورو شوي او په خصوصي توگه د پښتنو په نخښه کېدو سلسله شورو شوې ، د دې وجې نه د زمکو او کورونو بېعې ټېټي شوې ، او داسې نه ده چې دا زمکه مخکې قيمتې وه اوس بې قيمته شوه ، زمکې ارزانې په دې شوې چې يو سړی کله تښتي نو هغه د ۱۰ لکو روپو زمکه يا کور په دوه لکه ورکوي او تښتي . او زما د وړاندې د ۶۰ لکو کور په ۱۴ لکه خرڅ شوی دی“.

د قصبې اوسېدونکي وايي مونږ سره جوختې دوه کالونۍ دي ، چې پکې ميانواليان او عيسايان مېشت دي ، هلته نه وژنې کيږي او نه پرچۍ ورکول کيږي . خو د سيمې خلک د دې خبرې نه ډډه کوي چې اووايي پښتنو علاقو کې پرچيانې څوک ورکوي او په وژنو کې څوک ککړ دي؟ .

د کراچۍ د سائټ ټاؤن سره د ښار نورو گڼو پښتون مېشته سيمو بلديه او اتحاد ټاؤن سره د لانډهي اوسېدونکي هم وايي ، په دغو علاقو کې هم د امنيت وضعه د قصبې نه بدله نه ده .

د ښار پښتون مېشته سيمې په داسې حالاتو کې د بدامنۍ ښکار دي ، چې په کراچۍ کې د تېرو ۱۵ مياشتو راهسې پوليس د وران کارو ، شرخوښو او هدفي وژونکو سره په نورو جرمونو کې د ککړو کسانو په ضد هدفي عمليات کوي ، او چارواکي ادعا کوي ، چې د عملياتو سره تر ډېره حده په ښار کې بدامني قابو کړی شوې ده .

خو د قصبې اوسېدونکي وايي رېنجر او پوليس کله کله راشي ، او څه کسان يي نيولي هم دي . خو که جرائم پېشه خلک نيول کېدی نو بيا په دغو علاقو کې امنيت ولې نه په ځايي کيږي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG