لاس رسیدونکی لینک

ایا پښتانه به هم ښځې د موټر چلولو ته پرېږدي؟


سعودي عرب اعلان کړی چې زنانه ته به د موټر د چلولو اجازت ورکولی شي

په سعودي عربستان کې ښځو ته د موټرچلولو د اجازې له ورکولو څخه وروسته دا پوښتنه بیا راپورته شوې چې ولې د ځینو اسلامي هېوادونو او قبایلي ټولنو سړي ښځې موټر چلولو ته نه پرېږدي؟

د ښځو د موټر په چلولو کوم قانوني او شرعي بندیز نشته خو ځینې کورنۍ د کلتوري مسایلو له امله خپلې ښځې د موټر چلولو ته نه پرېږدي.

په دې اړه د اسلامي چارو کارپوه ډاکټر قبله ایاز ډیوه راډیو ته وویل:

(د ښځو لخوا د موتر چلولو خبره برسېره شویده خو ماته دا خبره له مذهبي نه ډیره معشرتي ښکاري. د مذهب له پلوه د ښځو لخوا د موټرو په چلولو باندې بندیز نشته. دا زمونږ د علماو او نورو پوهو کسانو دنده ده چې خپلو خلکو ته وه وایو چې د موټر چلول اوس یوه اړتیا ده.)

ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي او که دوي خپلې دندې او کار ته د ورتګ لپاره بل ډریور ته اړتیا وه نه لري نو ورسره به ددوي او د کورنۍ ډیرې ستونزې حل وي.

د کلتوري بندیزونو ترڅنګ د ښځو د موټر چلولو په لار کې لوی بندیز سعودي عربستان هم وه ځکه پدغه هېواد کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه نه وه.

دا بندیز بلاخره تیره ورځ مات شو او د لومړي ځل لپاره د سعودي عربستان حکومت هم میرمنو ته د موټر چلولو رسمي اجازه ورکړه.

یوه پښتنه موټر چلونکې وايي چې کله هغې په لومړي سر کې د خپل موټر چلول پیل کړل نو د خلکو لخوا به ورباندې ملنډې وهل کېدې خو وروسته بیا دا ستونزه په کمېدو شوه.

ډاکټر ثمینه افریدۍ وايي:

(کله چې ما ډریوري پیل کړه نو هغه وخت کې زما تجربه کمه وه او خلک به راباندې پوهېدل او زه به یې ډیره زورولم. اوس دومره نه زورول کېږم. زما تجربه اوس ښه شویده او خپلې اړتیاوې په خپله پوره کوم او بل چاته اړتیا نه لرم. ماته ښه معلومیږي چې په کور کې د څه شي اړتیا ده نو هغه په خپله اخلم او کور ته یې راوړم.)

یوه بله پښتنه موټر چلونکې وايي که څه هم ښځو ته د موتر چلول یوه اړتیا ده خو ځینې خلک د ناپوهۍ له امله فکر کوي چې موټر چلونکې میرمنې به ښايي ډیرې ازاد فکره وي خو داسې نه ده بکله دا ددوي تیروتنه او ناپوهي ده.

ملالی ګیلاني وايي:

(په عامه توګه دلته خلک فکر کوي چې ښځي ښه ډرایوینګ نشي کولاي. بله دا چې فکر کوي هغه ښځې چې موټر چلوي هغوي به ازادې او لیبرالې وي نو له همدې امله زمونږ په ټولنه کې بیا هغوی ته په ښه سترګه نه کتل کیږي. مونږ باید د عامه پوهاوي په برخه کې کار وکړو. خلکو ته باید وه ویل شي چې هغه ښځې چې موټر چلوي هغوي خرابې نه وي بلکه غواړي خپلې ستونزې په خپله حل کړي او خپلواکه وي.)

که څه هم د پاکستان په لویو ښارونو کې ځینې میرمنې د موټر چلونې پرمهال لیدل کیږي خو په وړو او په ځانګړې توګه د پښتنو په سیمو کې د داسې میرمنو فیصدي ډیره کمه ده.

XS
SM
MD
LG