لاس رسیدونکی لینک

قباېلي اولس به ترڅو چپ وي؟

  • بختور شاه

د پورې کلي د ملک کاکا د غبرګو ځامنو ودونه وو د ټولې علاقې او چم ګاؤنډ خلکو ته ېي بلنه ورکړې وه او د هشتنغر خانان او سپين روبي پکې خصوصي مېلمانه وو.

مير باز کاکا چې ورځ وړاندې ېې ږيرې او سر له سره نکريزه ورکړې وه او د خپل زوړ واسکټ نه يي دوړه سنډلې وه، په تور سحر پرې ميږي ګډ وو، سحر د مانځه نه پس ېې په خپلو دواړه ځامنو غږ اوکړو ٫٫ هلکه په پراټو ځان مه ډيډه کوئ وريجو له به ځوو ٬٬.

نمر هيله سيره وهلې وه چې ميربازه کا سره د خپلو دواړو ځامنو ميرنواز او ګل نواز د بر کلي لار راټينګه کړه او چې په ځان پوهېدل، د ملک صېب د حجرې مخې ته ولاړ وو، د حجرې په ور هرکلي ته ولاړو خلکو ميرباز کا کا ته ستړي مه شي اوکړل او په درمن کې لګيدلې هغه تنمبو ته اشاره اوکړه چې ورستي مېلمانه پکې ناست وو چا چې لا وريژې نه وې خوړلې.

ولې میرباز کا چې د تنمبو بل ګوټ ته د خانانو او سپين روبو مېلمنو ډله اولېده نو خولۍ يي په سررا سمه کړه او په اوږه پروت څادرې هم بل ولي ته واړو او د خانانو خوا له ورغی.

خانانو ته يي سلام اوکړو او بيا ډېر په ادب يو خوا ته د کټ په لنګه کېناست

خانان خپلو کې مشخولېدل ميرباز کا به کله د مشر خان خلې ته کتل او کله د کشر خان خلې ته خو په اکثرو خبرو ي سر نه خلاصېدو.

شېبه په شېبه به اواز کېدو ٫٫ مېلمنو که چا ډوډۍ نه وي خوړلې نو راپاسۍ٬٬ دغه غږ به په ميرباز کا ډېر ښه لګېده خو په زړه کې وييل مير بازه بنده دومره صبر دې کړې اوس لګ صبر نور اوکړه نو د خانانو په پېنډه کې به کېنې او هلکان به هم د ځان سره په خصوصي پېنډه کې په سرو کړو چرګانو او غوښو ماړه کړې.

وخت تېرېدو مېلمانه هم کمېدل خانانو له به وخت په وخت شنې او تورې چاې راتلې ميرباز کا به هم په ناره خيټه په زړه ماتي د قهوې نه غړپونه کول او په خيالونو کې به يي د خانانو د پاره د غوښو ډکې غور ګرځېدې.

په دې تمه تمه کې د پاسه ماسپخين شو او ميرباز کا هغه وخت د خيالونو د دنيا نه راويخ شو چې کله يي د عطردين دېګمار په بګۍ کې د وريژو تش دېګونه او تمکشونه اولېدل.

٫٫ لکه چې ملک صېب خانان په لومړۍ پېنډه کې اوزر کړي وي ٬٬ ميرباز کا ډېر په بې ارزۍ د ځان سره اوبنګېده، اود درنې ښادۍ نه وچې شونډې کور ته روان شو.

غريب د خانانوغوړې زيړې پېنډې په طمه د عامو خلکو د پېنډې نه هم پاتې شو او په کور کې ورته ګلاپو چاچي هم ښه په قهر وه وييل يي، ته هم داسې ښه يي چې د خانانو په مينه موړ شي خو واړه دې راله بې ځايه له خوږې لوږې مړه کړل.

مېربازه کا چې هم يي د لوږېې نه نظر نه لګېده ډیرپه قهر هم وو، ښځې ته يي اووېېل ښځې هغوي رانه تپوس او نه کړو او ما ترې په خپله غوښتې نه شوه او تاته خو پته ده چې بې سته يي زه په خپل کور کې هم نه خورم.

هغې ورته د بېګانۍ پېتۍ کاسه او سوکړک کېښودل او ورته يي ووييل ٫٫ زه نو بيا وږې تږې ګرځه تا نه دي اورېدلي چې چپ خلې مچانو خوړلي٬٬.

زه چې خپلو پښتنو او په خصوصي توګه قباېلو ورونړو ته ګورم نو د مير بازه کا قصه را ياده شي داسې ښکاري چې دوي هم لکه د ميرباز کا په دې تمه ناست دي چې پاکستان به ورته پخپله يوه ورځ وواي چې د نن نه پس به:

" ستاسو پهوساېلواو معدينياتو هم ستاسو حق وي. ستاسو د سېمې نه به دغه تور قانون ايف سي آرختم وي. ستاسو سره به دا د مېرې مور په شان سلوک نه کېږي اوتاسو به هم د پاکستان وګړي اومنلې شۍ".

نو لکه د مير باز کا به تل وچې شونډې ګرځې او په وسيلو به يې نور خلک مزې کوي، تر څو چې يي خپل حق په واز کومې نه وي غوښتلی. هغه د چا خبره چې څوک خوب کوي مېښه يې نر بچی راوړي.

XS
SM
MD
LG