لاس رسیدونکی لینک

د کلي منی مخروران او تبې!

  • بختور شاه

څنګه چې مې د يو خوړين املوک نه چک اوکړو، په لاشعور کې پرتې د خپل کلي د مني ورځې شپې مې د خيال په پردو راخورې شوې او د خپل کلي د املوکو باغ ته يي نېغ بوتلم چې پاڼې به ترې ټولې رژېدلې وې او ټولې ونې به د سرو املوکو نه ډکې وې او په سحر کې به يي په يخه پرښه کې بل شان مزه کوله. د دې سره سم د خپل کلي د مني په موسم کې د جوارو د بمبلو او د ګنو د پترۍ وږمه مې هم په ذهن راخوره شوه او د مني د موسم سره تړلې ټولې قیصې رايادې شوې.

څه ښکلې موسم به وو، ‌لومړۍ نښې به يي دا وې چې د ولې او لختي اوبه به يخې او رڼې شوې، او د اوبو په تل کې به هرڅه ښکارېدل. اوبله نښه به يي دا وه چې د سرومچو نه به ماکوان جوړ شول. او لکه چې په سخته ګرمۍ کې به يي په مونږه سمې لوبې کړې وې چې کله به يي راباندې سترګې پړسولې او کله به يي راله غوږونه را اوږده کړل، ‌نو په مني کې به پرې زمونږ وار راغې.دوي به بره د برنډې او د ډېوډۍ په برګو کې د يوبل سره انګوچي په منګوچي شولې او په بنګېدو به لاندې راپرېوتې مونږه به ورله د دروزې نه دام جوړ کړې وو پکې به مو د ملا نه راګېرې کړې او بيا به مو پرې ټوله ورځ د ګاڼۍ لوبه کوله، چې د ټول اوړي د ټکونو زور به مو ترې اویست.

په منې کې به د سکولونو چټې هم وختي شوه او ريسسونه به ختم شول. او بيا به تودې ډوډۍ له خپل کورته راتلو او هر ماسپښين به مو کله د يوزميندار د جوارو نه وږي رامات کړل او ډاډه یا دومه به مو ترې واچوله او کله د بل نه.خو چار دې ښه وي هغه وخت کې به زميندار هم داسی شومان نه وو لکه داوس وخت!

دمني په موسم کې به زياتې مرغۍ ګرمو علاقو ته لاړې خو ځنې د یخو وطنونو مرغۍ لکه سرښکې به زمونږ سيمې ته راغلې او د خاروګانو سره به يي په سېلونو کې ځان شامل کړو. ‌چې اکثر به يي خلکو ډېر په بې دردۍ سره ښکار کوو. دغه مېلمنې او نا بلده مرغۍ به يي ډېری په اسانه وېشتلې څوک چې د داسې وطنونو نه راځي چې د دې ظلم سره نابلده وي.

د مني شپې به ډېرې د مزې وې، اکثر به خلکو ودونه او ښادۍ هم په دغه موسم کې کولې. چې ګرمي به هم ختمه شوه او تماکو به هم سنبال شو او اوچرې به ماتې شوې، نو د کلي ښځو به تمبلونه تاؤده کړل ‌او سم د ماښامه به د هر کلي نه د تمبل سره د خزو د لوبو او کاکونو دطمانچو د ډزو او د الاګانو اوازونه راتلل.

مونږه به د ښځو دتمبلونو او لوبو نه ډېر خوند اخستو، زمونږه د کلي پوځۍ ابۍ دې الله اوبښي به ورته خپل صحي دار تمبل په تنور تود کړو او په يوې ګوتې پورې به ېې ډکې اوتړه نو بيا راشه که تودېږې.چې کوم غومبر به يي ترې ويست وس مې هم په غوږونو کې کړنږيږي.

دمني په لومړو لومړو ورځو کې چې پرښه به خه ډېره شوه، بيا به هم اکثره ګرمئ ځپلي خلک برڼډو او سپرونو ته نه ننوتل او په ډاګه به يي د مني دغه يخې شپې صباکولې. چې سحر به يي بړستنې توليانې د پرښې نه شوړ پوړ وي او د کور مېرمنې به پرې ډېری په قهر هم وې خو یره دغه پړستن به ډېره مزه کوله چې د شپې به پرې پرښه ورېده، خوب به پکې ډېر خوند کوو.

خو يو کار به وو چې بيا به د سړي ټول وجود ټوله ورځ خوږ خوږ دړد کوو. چې مني به پوخ شو او پرښه به نوره هم زياته شوله، نو بيا به دکلي‌خلکو وار په وار خپل کټونه برنډو ته دننه کړل او چې د ژمې سر به اولګېدو نو بيا به يي‌ کټونه په پښه کوټو ته راښکل.

په دغه ورځو کې به جوار مکيان ګني او جينجڼي وغیره دومره لوي شول چې سړی به پکې پټېدی شو. د کلي په حجره او جمات کی به اکثر خلکو یرونکې قصې کولي. غلام بابا چې ټوله ورځ به د جوارواو ګنو په پولو ګرځېدو، به اکثر قیصه راپرېښوده: " يره پرون غرمه په د دغه لوي لختي د خرولو لاندی د شلو نه زيات سړي ناست وو او ټوپکې يي ځان سره خواته اېښې وی، بهادري کاکا به يي هم تاييد اوکړو یره بېګا د کلي په دې لويه لاره د دېرشو نه زيات سړي راروان وو پوهه نه يم څوک به وو. خو د کالتوسو او جاجرو شرنګا مې په دې خپلو ګناهګارو غوږو واورېدلی. منی دی ياره د بره سخاکوټ او درګئ نه ټول مخروران دې وطن ته راکوزېږي"

مونږ چې به د مخرورانو دغه قیصې واورېدې بيا به د ورځی هم په دغه پټو کې ورېدو
هر څه که د مني د موسم مزې به ډېرې وې خو یوه لانجه به وه چې دکلي اکثره ماشومان به په تبه پراته وو. مشرانو به وېل د مني تبې ګډې دي او د کليوالو ډاکټرانو به کاروبار ګرم وو.زمونږ د کلي د جومات استاذ چې په ډاکټر استاذ مشهور وو او هر ناجوړه ماشوم له به يي دوه ستنې په کوناټي وهلې، او کله چې به يي په تودو اوبو سېرنج صفا کوو، نو هغه پرشاري به په تبه پروت ماشو نه وار خطا کړو او چې بيا به يي د هغه وړې غوندې شيشې نه سر مات کړو او سرنج به يي ترې په بسم الله راډکو نو په تبه پروت ماشوم به ورته ځان په ژړا وژلې وو. اوبيا چې به غږ اوکړو " هلکه پړمخ يي کړئ او خپې لاس ورله ټينګ کړئ" دغه به د يو ناجوړه ماشوم دپاره سم د آپرېشن وخت وو چې ډېرو به پکې د ويرې نه کېس هم اوکړو( هه هه څه پوهه شوئ)
هغه وخت کې به مشرانو وېل کچه ګني جوول په ماشومانو د مني تبې راولي خو دملېريا ماشو ته به يي هډو پام نه وو- دمني تبو به ماشومان داسي اوځپل چې بيا به يي څو ورځې زړه بند وو او ډوډئ به يي نه خوړله، او د اکثرو به خلې اووتې ( په وښکو به يي ننکئ يا دانه راوته) او چې بيا به يي خندل نو په بندو شونډو به يي يو ډول ترسکونه خندا کوله چې اوس هم راياده شي نو لکه د لېونو د ځان سره له خندا شين شم.

XS
SM
MD
LG