لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس پیرس د حملو د ١ مشکوک وسله وال شناخت کړی


د بیلجیئم د انصاف وزارت ویلي پیرس کې د حملو په لړ کې گڼ شمیر کسان نیول شوي دي. د وزارت ترجمانې ویلي گرفتارۍ د سرښار برسلز په مضافاتو کې په دریو کورونو په چاپو کې شوي دي
د بیلجیئم د انصاف وزارت ویلي پیرس کې د حملو په لړ کې گڼ شمیر کسان نیول شوي دي. د وزارت ترجمانې ویلي گرفتارۍ د سرښار برسلز په مضافاتو کې په دریو کورونو په چاپو کې شوي دي

پیرس کې د جمعې په ورځ شوو خونړۍ حملو کې ککړ د یو مشکوک وسله وال شناخت د عمر اسماعیل مصطفائي په نوم شوی چې د فرانس شهري وو، په وړو وړو جرمونو کې ککړ پاتې شوی او پنځه کاله وړاندې يي مذهبي بنیاد پرستي خپله کړې وه.

حملو کې د وژل شوو کسانو شمیره ١٢٩ ته رسیدلی ده. ٣٥٢ نور کسان زخمیان دي چې د ٩٩ کسان حالت پکې نازک ښودلی کیږي.

د فرانس یو بل شهري چې د مصطفائي د ملگري شک پرې کیږي، د خالي یا شنبې په ورځ د بیلجیئم سره په پوله نیول شوی دی. ویل کیږي دواړه په دغه ځائې کې یوځائې اوسیدل.

د بیلجیئم د انصاف وزارت ویلي پیرس کې د حملو په لړ کې گڼ شمیر کسان نیول شوي دي. د وزارت ترجمانې ویلي گرفتارۍ د سرښار برسلز په مضافاتو کې په دریو کورونو په چاپو کې شوي دي.

د ترجماني په وینا چاپې په کرایه د اخیستل شوي یو موټر په اړه د معلوماتو رامینځته کیدول ورسته وهل شوي دي. موټر په حملو کې استعمال شوی وو او د بیلجیئم چارواکو ته د موټر په اړه معلومات فرانسوي مامورینو ورکړي وو.

د فرانس پولیس ویلي عمر اسماعیل مصطفائي په اړه معلومات د یوې غوڅې شوي گوتې نه اخیستل شوي دي چې د بټکلان په کانسرټ هال کې موندل شوي وه. په دغه تالار کې تر ټولو زیاتې وژنې شوي دي.

د فراسن سرکاري وکیل فرانسوه مولنز خبریالانو ته ویلي مصطفائي یو سخت دریزه کس گڼلی کیدو او د هغه په اړه د سکیورټي یا امنیت رپورټ هم وو.

په حملو کې د دویم مشکوک کس شناخت د فرانس مطبوعاتو د عبدالابک بک بي په نوم کړی دی.

سرکاري وکیل د خالي یا شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل مصطفائي باندې په ماضي کې د ترهگرۍ څه الزام نه دی لگول شوی.

د فرانس بي ایف ایم ټي وي د مصطفائي پلار، رور او یو بل خپلوان يي هم په ولقه کې اخیستل شوي دي خو دا لا نه ده معلومه چې گني دوي په حملو کې ککړ دي او یا يي د وړاندې نه په دې اړه څه معلومات لرل.

مولینز ددې خبرې تصدیق هم کړی دی چې د دواو حمله کونکو د مړو سره د شام پاسپورټ نیول شوی دی. پاسپورټ دداسې کس دی چې په ١٩٩٠ کې زیږیدلی دی. د یونان چارواکو ددې خبرې تصدیق کړی چې پاسپورټ لرونکی د اکتوبر په دریمه نیټه د یونان لیروس جزیرې نه تیر شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG