لاس رسیدونکی لینک

فلسطیني صدر هالوکاسټ د انسانیت خلاف جرم گرځولی


محمود عباس د هغه کمو عرب مشرانو نه دی چې هالوکاسټ کې د یهودیانو قتل عام تسلیموي. هالوکاسټ کې شپیته لکه یهودیان وژل شوي وو
فلسطیني صدر محمود عباس د نازي جرمني په وخت کې د یهودیانو قتل عام چې د هالوکاسټ په نوم یادیږي، جدید دور کې د انسانیت خلاف یو سنگین جرم گرځولی دی.
د محموعباس بیان د اتوار په ورځ سرکاري فلسطیني خبرې ادارې وفا په داسې مهال نشر کړو چې اسرائیل کې د هالوکاسټ د نمانځلو دستورې شورو شوې.
د فلسطیني مشر بیان په داسې وخت کې هم راغلی چې اسرائیل فلسطینیانو سره د امن مذاکرات ځنډولې دي. اسرائیل دغه گام د محمود عباس فتح او د حماس ډلې ترمېنځ د سیاسي اتحاد کیدو نه ورسته اخیستی.
محمود عباس د هغه کمو عرب مشرانو نه دی چې هالوکاسټ کې د یهودیانو قتل عام تسلیموي. هالوکاسټ کې شپیته لکه یهودیان وژل شوي وو.
په دې ورستۍ ورځو کې محمود عباس د هغه امریکائي ربي سره لیده کاته کړې چې د مسلمانانو او یهودیانو د مفاهمت دپاره کوششونه کوي.
XS
SM
MD
LG