لاس رسیدونکی لینک

د پاکستاني ځوانانو یوه ډله د زده کړو لپاره امریکا ته راغلې


په واشنګټن کې د پاکستان سفارت د هغو ۹۶ پاکستاني زده کونکو کوربه وه چې د امریکا د حکومت په مالي مرسته د نړیوالو زده کونکو د پروګرام په چوکاټ کې امریکا ته د زده کړو لپاره راغلي دي.

د پاکستان د سفارت لخوا په یوه خپور شوي بیان کې راغلي دي چې دغه ډله زده کونکي واشنګټن ته تیره ورځ رسېدلي او نن د پاکستان د سفیر اعزاز احمد چوهدرې لخوا سفارت ته بلل شوي وه.

د زده کونکو د تبادلې یا سټوډینټ ایکسچینج پروګرام په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د تعلیمي او کلتوري څانګې لخوا پیل شوی دی.

د سږني کال محصلین د انجینیرۍ، سوداګرۍ، طبابت، ټولنیز ساینس او د یو شمیر نور څانګو پورې تړلي دي چې د قبایلي سیمو یا فاټا په ګډون د پاکستان د بیلابیلو برخو دي.

تر اوسه پورې له دغه پروګرام څخه ۱۳۰۰ ځوانو پاکستاني محصلینو ګټه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG