لاس رسیدونکی لینک

د بلوچستان په ١١ ضلعو کې د پولیو خلاف نوی کیمپین


بلخوا د بلوچستان د صحت وزیر ویلي رحمت شاه صالح ویلي د صحت د محکمې د زرگونو کارکونکو غوښتنې منل شوي دي، هغوي ته به باقې پاتې تنخگانې ورکولی شي او لیډي هیلت ورکرز ته به د مستقل نوکرو حکم نامي ورکړی کیږي

د بلوچستان په ١١ ضلعو کې د گل یا د دوشنبې د ورځې نه د پولیو خلاف څلور ورځنی کیمپین شورو کیږي چې پکې به د پنځو کلونو نه د کم عمر ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکي ورکړی کیږي.

د بلوچستان د صحت د محکمې چارواکې وايي صوبه کې د پولیو د مخنیوي په لړ کې تر ټولو لو مشکل د مور او پلار لخوا ماشومانو ته د ویکسین ورکولو نه انکار دی.

بلخوا د بلوچستان د صحت وزیر ویلي رحمت شاه صالح ویلي د صحت د محکمې د زرگونو کارکونکو غوښتنې منل شوي دي، هغوي ته به باقې پاتې تنخگانې ورکولی شي او لیډي هیلت ورکرز ته به د مستقل نوکرو حکم نامي ورکړی کیږي.

افغانستان، پاکستان او نائیجریا د نړۍ یواځني هغه درې هیوادونه دي چرته چې د پولیو مرض اوس هم موجود دی. پاکستان د نړي وال فشار سره مخ دی چې د مرض د مخنیوي دپاره دي گوټلې گامونه پورته کړي.

پولیو ماشوم د ټول عمر دپاره په جسماني توگه د معزورۍ ښکار کړي. پولیو نه د بچ کیدو علاج ډیر اسان دی او هغه ماشوم ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکولو لاره ده.

خو پاکستان کې ځېنې خلک د اسلام په نوم د پولیو څاڅکو په هکله مختلفې خبري کوي، دا د اسلام خلاف گام گرځوي او دا هم ویلی کیږي چې د پولیو خلاف څاڅکې ماشوم د بچو پیدا کولو د صلاحیت نه محرومه کوي. خو طبي ماهرین او علما دا خبرې ردوي.ټ

بلوچستان کې د پولیو خلاف د کیمپین په هکله کوټې نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال حمید سمسور رپورټ دلته اوریدی شۍ:

XS
SM
MD
LG