لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پوليو کېسونو شمېره ۲۰۲ ته رسېدلې


سائره افضل تارړ وايي ، پاکستان د بدقسمتۍ نه د نړۍ يواځينې ملک دی چرته چې د پوليو په ټيمونو حملې کيږي .
سائره افضل تارړ وايي ، پاکستان د بدقسمتۍ نه د نړۍ يواځينې ملک دی چرته چې د پوليو په ټيمونو حملې کيږي .

د پاکستان په بېلابيلو برخو کې د جمعې په ورځ د پوليو د اته نوؤ کېسونو مخې ته راتلو سره روان کال کې په ملک کې د پوليو د کېسونو شمېره ۲۰۲ ته رسېدلې ، او دغه رنگ په ملک کې د پوليو کېسونو ۱۴ کلن ريکارډ مات شوی دی . په کال ۲۰۰۰م کې پاکستان د پوليو ۱۹۹ کېسونه رپورټ شوي وو .

د صحت د قامي ادارې يو چارواکي خبري ادارې ای اېف پي سره خبرو کې پخلی کړی ، چې په دوه ورځو کې د پوليو د ۱۵ نوؤ کېسونو سره په ملک کې د پوليو د کېسونو شمېره ۲۰۲ ته رسېدلې ده .

راپورونه وايي د پوليو تازه کېسونه د خېبرپښتونخوا صوبې په مردان ، پېښور ، نوښار او ټانک . قبائيلي سيمو خېبرايجنسۍ او شمالي وزيرستان ، کوئټه او کراچۍ کې مخې ته راغلي دي . چې پکې تر ټولو زياته شمېره په قبائيلي سيمو کې ۱۳۵، خېبرپښتونخوا کې ۴۰، سندهـ صوبه کې ټول ۱۹ (کراچۍ ۱۸) بلوچستان کې شپږ او پنجاب کې د پوليو دوه کېسونه رپورټ شوي دي .

د صحت وزير مملکت سائره افضل تارړ د پوليو کېسونو په سېوا کېدو اندېښنه څرگند کړې او وئيلي يي دي ، تازه کېسونه په هغو علاقو کې رپورټ شوي چرته چې د پوليو څاڅکي ورکوؤنکي ټيمونه د گواښونو سره مخ دي . او په دغو علاقو کې د امنيت ستونځې رامينځته دي .

نوموړې زياته کړې پاکستان د بدقسمتۍ نه د نړۍ يواځينې ملک دی ،چرته چې د پوليو په ټيمونو حملې کيږي . هغې وئيلي چې د پوليو د مخ نيوي دپاره د کامياب مهم چلولو دپاره يي صوبو ته د کلکو امنيتي گامونو پورته کولو وئيلي دي .

تارړ زياته کړې چې د څاڅکو ورکولو د کمپائن په مهال د امنيت ټينگ ساتلو په موخه د نورو گامونو پورته کولو سره کرفيو هم لگول کېدی شي .

د راپورونو ترمخه په ملک کې د کال ۲۰۱۲م د دسمبر د مياشتې راهسې د پوليو په ټيمونو بريدونو کې د پوليو کارکوؤنکو او د هغويي سره په حفاظت مامور ټول ۵۹ کسان وژل شوي دي .

بل لور ته د سندهـ صوبې د صحت وزير صغيراحمد د جمعې په ورځ کراچۍ کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې وئيلي ، صوبه کې د پوليو ټول ۱۸ کېسونه رپورټ شوي ، چې پکې يواځې ۱۷ په کراچۍ کې مخې ته راغلي دي . نوموړي وئيلي د پوليو ښکار شوؤ ماشومانو کې د دوؤ نه علاوه د نورو ټولو تعلق د پښتنو کورنو سره دی .

صغيراحمد وئيلي کراچۍ کې د پوليو سره د مخ شوؤ زياترو ماشومانو مور پلار هغويي د څاڅکو ورکولو نه انکار کړی دی . د صحت وزير وئيلي د نومبر په مياشت کې به د ښار په درېو حساسو علاقو لانډهي ، گډاپ او بلديه ټاؤن کې د پوليو د مخ نيوي خصوصي کمپائن چلولی شي او ماشومانو ته به د څاڅکو ورکولو په ځايي ټيکي لگولی شي .

پاکستان ، افغانستان او نائجيريا د نړۍ هغه هېوادونه دي ، چرته چې وس هم د پوليو وائرس شتون لري .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG