لاس رسیدونکی لینک

په دوبۍ کې د اتو اربو ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډالرو جايداد د کومو پاکستانيانو دی؟


محمد اکرام

په دوبۍ کې د اتو اربو ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډالرو جايداد د کومو پاکستانيانو دی؟ د دې پوښتنې ځواب د پاکستان د پارلماني کمېټۍ سره هم نشته. دوبۍ کې د پاکستانیانو په نومونو د اته اربه ډالرو جایدادونو د پلټنو لپاره جوړه شوي کمیټي ددې د مالکانو په معلومولو کې د ناکامۍ سره مخ شوې.

د پاکستان نه بهر ملکونو ته د دغه اته اربو ډالرو انتقال د پلټنو لپاره د قامي اسمبلۍ د ماليې قایمه کمېټي یو ضمني کمېټي جوړه کړی شوې چې څنګه دغه پیسې بیرته خپل هیواد ته راوړل کېدی شي او په راتلونکې کې څنګه په بهر ملکونو کې د خلکو د پنګو اچونو مخه نیول کیدی شي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې یو ورځپاڼه ایکسپرېس ټرېبيون وايي د تېرې شورو په ورځ د قامي احتساب ادارې هغه چارواکي ددغه جایدادونو د پلټنو لپاره جوړې کړی شوې د پارلیمان خصوصي کمېټۍ کې د برخه اخستونه منع کړل شوي وو چې د متحده عرب امارات نه يې د جایدادونو معلومات ترلاسه کولو طمع لرله. کمېټۍ ته د دوبۍ جایدادونو پلټنو لپاره یوه میاشت وخت ورکړل شوی وو چې د تیر زیارت په ورځ سرته اورسیدو.

د پاکستان واکمن مسلم ليګ ګوند سره تعلق لرونکي د قامي اسمبلۍ غړي قیصر شیخ د تیرې شورو په ورځ شوې غونډه کې پخپله په دې وجه برخه اخستې وه چې دغه معامله مخ په وړاندې لاړه نشي که څه هم نوموړي سره دا قانوني اختیار نه وو چې د خصوصي ضمني کمېټۍ په غونډه کې برخه واخلي. قیصر شېخ د قامي اسمبلۍ د ماليي قایمه کمېټۍ چیرمین دی.

د خصوصي کميټي غړي اسد عمر ویلي د کمیټۍ سیکتر عامر عمر ملک داحتساب قامي اداره د پلټنو برخه جوړولو فیصله هم اونه کړه. په پلټنو کې مایوسه شوي اسد عمر ویلي د پاکستان پارلیمان، ټولې محکمې او حکومت په یو خبره متفق دي چې دوي به غټ مجرمانو ته تحفظ ورکوي.

نوموړي ویلي د پاکستان سیاستدانانو او سرکاري افسرانو په شمول هر بااثره تن د دوبۍ په جایدادونو کې دلچسپي لري. پدغه تنانو کې د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار هم شامل دی.

د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې اېف ايي ای د پارلیمان دغه خصوصي کمېټۍ ته ویلي دوي د متحده عرب امارات چارواکو ته د تصديق لپاره د هغه ۱۰۰ پاکستاني کسانو فهرست لیګلی چې په دوبۍ کې جایدادونه لري،خو داچې تراوسه ورته ځواب نه دی ملاو شوی. اېف ایی ای کمېټۍ ته ویلي په بهر هیوادونو کې د اثاثو ښکاره کولو ملکي قانون لاندې هر پاکستاني لپاره دا لازم ده چې مرکزي بینک، سټیټ بینک اف پاکستان ته په بهر ملکونو کې خپل ټول جایدادونه ښکاره کړي خو مرکزي بینک ایف ایی ای ته ویلي یو پاکستاني هم دوي ته په بهر ملکونو کې د خپلو جایدادونو تفصیل نه دی ښکاره کړی.

XS
SM
MD
LG