لاس رسیدونکی لینک

د پاکستان سينيټ د ملاله يوسفزۍ په درناوي کې قرارداد منظور کړی


ملالې خپله د امن نوبېل جائزه په نړۍ کې د بې غږو ماشومانو په نوم کړې .

د پاکستان برني ايوان (سينيټ) کې نن د جمعې په ورځ په گډه يو قرارداد منظور کړی شوی ، چې پکې د تعليم د حق لپاره غږ پورته کوؤنکې ملاله يوسفزۍ چې د امن نوبېل انعام يي گټلی ، هغې ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړی شوي دي .

د ملاله يوسفزۍ په درناوي کې دغه قرارداد د عوامي نيشنل پارټۍ سېنېټر حاجي عديل وړاندې کړی ، او قرارداد کې د ملالې د تعليم د حق لپاره مبارزه ستائيل شوې ، او هغې ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړی شوي دي .

د خېبرپښتونخوا صوبې د سېلگرۍ د سيمې سوات سره تعلق لرونکې ۱۷ کلنې ملاله يوسفزۍ ته تېره اوونۍ د امن د نوبېل انعام ورکولو اعلان شوی ؤ . سږ کال دغه جائزه ملاله يوسفزۍ او په هندوستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوؤنکي کېلاش ستيارتي ته په گډه ورکړل شوې ، چې د دسمبرپه مياشت کې به يي ترلاسه کوي .

ملالې چې خپله د امن نوبېل جائزه په نړۍ کې د بې غږو ماشومانو په نوم کړې ، د پاکستان وزيراعظم نوازشريف هم په دغې جائزه گټلو خپل پېغام کې ملاله د ملک فخر گرځولې او وئيلي ؤ ، هغې د خپلو وطنوالو سر لوړ کړی دی .

د امن په نوبېل جائزه گټلو چې لور ته ملالې ته په نړيواله کچه مبارکۍ وئيل شوي ، او د تعليم دپاره د هغې مبارزه ستائيل شوي ، نو بل لور په پاکستان کې د بشري حقونو د تنظيمونو په گډون د بېلابيلو حلقو سره تعلق لرونکو د ملالې په درناوي کې دستوري هم کړي ، او دغه جائزه يي په ملک کې په ځانگړې توگه د جينکو د تعليم ترلاسه کولو په حق کې گټوره گرځولې ده .

د سوات په ملاله يوسفزۍ په کال ۲۰۱۲م کې د اکتوبر د مياشتې په نهمه نېټه هغه وخت وسله والو طالبانو ډزې کړې وې ، چې هغه د سکول نه بېرته کورته په گاډي کې سره د ملگرو روانه وه .

د هغې په سر گولۍ لگېدلې ، ابتدائي علاج يې په پاکستان او بيا د نور علاج دپاره برتانيي ته په خصوصي الوتکه کې وړل شوې وه . ملاله يوسفزۍ چې په صحت جوړه شوې وس هم په برتانيه کې ده او خپل تعليم حاصلوي .

XS
SM
MD
LG