لاس رسیدونکی لینک

د پاکستان قبائيلي سيمو کې په امنيتي ځواکونو بريدونو کې يو عسکر مړ ، شپږ ژوبل


بمي چاؤدنې په باجوړ او شمالي وزيرستان کې شوي دي

د پاکتسان په قبائيلي سيمو باجوړ ايجنسۍ او شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو په گاډو د بمي چاؤدنو بريدونه شوي ، چې پکې يو عسکر وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي .
د راپورونو ترمخه نن د اتوار په ورځ يوه پېښه د باجوړ ايجنسۍ ماموندو تحصيل په کِټ کوټ سيمه کې رامنځته شوې ، او د امنيتي عسکرو په گاډي بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې يو عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي .
بلخوا شمالي وزيرستان کې په ميرعلي روډ باندې د کجهورۍ چيک پوست سره نزدې د امنيتي عسکرو په يو گاډي باندې د ريموټ کنټول بمي چاؤدنه شوې ده .
امنيتي سرچينو پېښه کې د څلورو عسکرو د ژوبليدو پخلی کړی او وئيلي دي د عسکرو گاډی د ريموټ کنټرول په بم کې په نخښه شوی دی .
د پېښې وروستو عسکرو علاقه په گېره کې اخيستې ، او راپورونه وايې ژوبل عسکر د بنو روغتون ته وړل شوي دي .
شمالي وزيرستان کې په تيره اوونۍ کې هم دوه چاؤدنې شوې وې ، چې پکې يوه دوه ورځې وړاندې شوې يوه چاؤدنه کې د امنيتي عسکرو کاروان په نخښه شوی ؤ ، او اته عسکرپکې وژل شوي وو .
او د هغې نه وړاندې د شمالي وزيرستان په مرکز ميران شاه بازار کې يوه چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي وو .
XS
SM
MD
LG