لاس رسیدونکی لینک

یو پاکستانی پولیس د افغانې میرمنې په خاطر له دندې ګوښه شو


يوه افغان کډوال ناصر خان دراني ته شکايت کړى و چې د جنګل خیل د پوليسو د تهاڼې مشر غلام مرتضى د هغه خور په غير قانوني بند کې ساتلې او هغه يې په جنسي توګه ځورولې وه

ناصر خان دراني تر تحقيقاتو وروسته د کمېټې د رپورټ په رڼا کې د جنګل خیل د پوليسو مشر غلام مرتضى مجرم وباله او هغه يې له دندې ګوښه کړی.

د خیبرپښتونخوا د پوليسو مشر انسپکټر جنرل (اېي جي) ناصر خان دراني د يوې افغانې میرمنې د جنسي ځورونې په تور د پوليسو يو ځايي مشر له دندې ګوښه کړى دى

د انسکپټر جنرل ناصر خان دراني له دفتره د سې شنبې په ورځ په يوه خپور شوي بيان کې راغلي دي:

"د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په کهمګول کيمپ کې اوسيدونکي يوه افغان کډوال ناصر خان دراني ته شکايت کړى و چې د جنګل خیل د پوليسو د تهاڼې مشر غلام مرتضى د هغه خور په غير قانوني بند کې ساتلې او هغه يې په جنسي توګه ځورولې وه."

بيان کې نور ویل شوي ښاغلي دراني د افغان کډوال د شکايت د تحقيقاتو لپاره يوه تحقيقاتي کمېټه وټاکله چې د موضوع تر څېړلو وروسته يې وموندله چې د جنګل خیل د پوليسو د تهاڼې مشر يوه افغانه مېرمن و يو ماشوم په غېر قانوني بند کې ساتلې وو او بيا وروسته يې میرمن يوې هديرې ته وړې او په جنسي تیري ګواښلې وه.

ناصر خان دراني تر تحقيقاتو وروسته د کمېټې د رپورټ په رڼا کې د جنګل خیل د پوليسو مشر غلام مرتضى مجرم وباله او هغه يې له دندې ګوښه کړ.

په خېبر پښتونخوا کې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند د حکومت تر جوړېدو وروسته صوبايي حکومت هڅه کړې چې د پوليسو په اداره کې د سياستدانو لاس وهنه کمه او دا اداره له سياسته لېرې وساتي.

عمران خان په دې اړه په جلسې جلسونو، عوامي غونډو او احتجاجي ناستو کې بيا بيا ويلي چې په خېبر پښتونخوا کې يې د پوليسو اداره له سياسي لاسوهنو ازاده کړې او څوک نه شي کولاى چې په ياد ډيپارټمنټ کې د ګونديزو اړيکيو پر بنياد مقررۍ وکړي.

همدا لامل دى چې د چارواکيو په وينا په تېرو درېو کلونو کې د يادې صوبې د پوليسو په ډيپارټمنټ کې د مفسدو او هغو پوليسو پر ضد اقدامات شوي چې خلک يې ځورول او يا يې هم هغوى په غېر قانوني بند کې ساتل.

د يادونې وړ ده چې ناصرخان درانى د ٢٠١٣میلادي کال په سېپټمبر کې د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر ټاکل شوى و چې تر دې دمه لا پر خپلې دندې فاېذ دى.

یادګیرنه: دا خبر د وي او ای اشنا د ویب پاڼې نه اخیستل شوی چې خبریال ذبيح مومند رالیږلی.

XS
SM
MD
LG