لاس رسیدونکی لینک

دپاکستان پارليمنټ کې د فرانس رسالې په ضد د غندنی قرارداد منظورشوی


د اسمبلۍ غړو د فرانس د رسالې لخوا د پېغمبر اسلام (ص) د خاکې خپرولو په سختو ټکو کې غندنه وکړه ، او په ضد يې په گډه د غندنې قرارداد منظور کړو .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د فرانسيسي رسالې لخوا د پېغمبراسلام (ص) د خاکې خپرولو په سختو ټکو کې غندنه کړې ده ، او قامي اسبملۍ کې د خاکې خپرولو غندنه شوې او په ضد يې د غندنې متفقه قراداد منظور کړی شوی دی .

د سرکاري ميډيا ترمخه وزيراعظم نوازشريف يو بيان کې وئيلي ، چې د اظهاررائ ازادي دې د کوم مذهب يا کومې فرقې د ازارولو دپاره استعمال نه شي ، هغه وئيلي په نړيواله کچه دې د سپکاوي د موادو خپرولو په ضد غږ پورته کړی شي .

قامي اسمبلۍ کې د غندنې قرارداد د رېلوی مرکزي وزير خواجه سعد رفيق نن د زيارت په ورځ وړاندې کړو ، د اسمبلۍ غړو د فرانس د رسالې لخوا د پېغمبر اسلام (ص) د خاکې خپرولو په سختو ټکو کې غندنه وکړه ، او په ضد يې په گډه د غندنې قرارداد منظور کړو .

د فرانس په پلازمينه پېرس کې د چارلي ايبډو رسالې په دفتر يوه اوونۍ وړاندې بريد شوی ؤ ، او د رسالې د کارمندانو په گډون پکې ۱۲ کسان وژل شوي وو . د حملې وروستو تېره ورځ د دغې رسالې تازه گڼه بيا د پېغمبراسلام (ص) د خاکې سره خپره شوې وه .

د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د سپکاوي د خاکو خپرولو په ضد د غندنې د قرارداد نه پس د اسمبلۍ غړو لاريون هم کړی دی ، او د رېلوی مرکزي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي ، چې اسلام د ترهگرۍ نا ، بلکې د امن او سلامتۍ درس ورکوي ، د سپکاوي خاکې خپرولو والا عالم اسلام د تشدد نه ډکو عملياتو پله راپاروي ، د کوم مذهب يا نبي سپکاوي سم کار نه دی .

پارليمنټ کې د اپوزيشن مشر خورشيد شاه د خاکو د خپرولو په ضد د قرارداد ملاتړ کړی او وئيلي يې دي ، چې د فرانس په گډون يورپ کې د تازه پېښو په ضد لاريونونه شوي دي ، ولې په يورپ کې چې څه رنگ خاکې جوړول کيږي او د نړۍ د يو ارب نه زياتو مسلمانانو زړونه پرې ازارول کيږي ، يورپي هېوادونه دې دې پله هم توجه وگرځوي چې مسلمانان نه ازاروي .

شاهراه دستور باندې د لاريون په مهال په مهال د مذهبي امورو مرکزي وزير سردار يوسف ووئيل ، چې داسې قسمه سازشونه د مسلمانانو جذبات لړزوي ، او د فرانس رسالې لخوا کېدونکي ناوړه هڅې په نړۍ کې د امن په ضد سازش دی . هغه زياته کړه په نړيواله کچه دې اسلامي هېوادونه د خپلې زمه واري احساس وکړي ، او د دغې کار په ضد دې خپل احتجاج ريکارډ کړي .

سردار يوسف ووئيل ، قامي اسمبلۍ کې منظور کړی شوی قرارداد به د ټولو ملکونو سفارتخانو ته لېږلی شي ، او سعدرفيق وئيلي چې دغه مذمتي قرارداد به برني ايوان سېنيټ کې هم وړاندې کولی شي .

XS
SM
MD
LG