لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رافع بلوچ په انټر نیت ستونزه حل کولو ۵ زره ډالره انعام ګټلې


رافع بلوچ د کراچۍ په بحريه يونيورسټۍ کې د کمپيوټر سبق وېلې او د زدکړو په مېدان کې يي يو شمېر تمغې هم ګټلي.

ډيوه رېډيو سره د خبرو په وخت رافع بلوچ ویلي په ګوګل کروم او فاېر فاکس پاڼو کې داسې يو ''بَګ'' يا واېرس وو چې اکثره کتونکي به يي داسې ويب سايټونو ته کش کول چې د خلکو خوندي معلومات به يي غلا کړل اوپته به يي هم نه لګېده ځکه چې کوم خلک ګوګل کروم ګوري هغوي خو دا نه ګڼي چې ګنې دوي بلې پاڼې ته بوتلل شوي دي.

رافع وايي 80 فيصدي د موبايل د لارې انټر نټ کتونکي د دغې مسلې سره مخ وو او د دغه خلکو حساس معلومات به ډېر په اسانه د هېکرانو لاسو ته ورتلل

چې ده يي مخه اونيوله او دغه ستونزه يا '' بګ'' يي د ګوګل کروم، فاېرفاکس او څو نورو مشهورو پاڼو نه اويستلو چې ورته پرې د دغه پاڼو چارواکو 5 زره ډالرې انعام ورکړی.

رافع بلو چ د نړۍ په وتلي ايتهيکل هېکرانو کې شمارلې کيږي ډيوه ريډيو چې ترې په پاکستان کې د منظور شوي ساېبر کرايم بل په حقله اوپوښتل نو ده په دغه بل نېوکې اوکړې او لکه د نورناقدينو يي د دغه قانون په مبهمه ژبه، د عملي کېدو په لارو کې خنډان او په شخصي ازادۍ قدغنونو باندې ټکونه اوکړل او زياته يي کړه، د پاکستان ادارې به لا نور په اسانه د دغې بل د لارې بې ګناه خلک زوروي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG