لاس رسیدونکی لینک

پاکستان په یوټیوب لگلولې پابندي ختمه کړه


پاکستان په یوټیوب لگلولې پابندي ختمه کړه

پاکستان درې کاله وړاندې هیواد کې یوټیوب ته په رسائي پابندي ختمه کړه.

د انفارمیشن ټیکنالوجي وزارت ترجمان صغیر انور وټو وي او ای ته وویل هیواد کې د انټرنیټ د بندوبست ادارې پې ټي ای په یوټیوب د پابندۍ لرې کیدو په لړ کې احکامات جاري کړې دي او سپریم کورټ ته هم ویل شوي چې په یو ټیوب لانجمن مواد ته رسائي اوس هم نشې کیدی.

درې کاله وړاندې پاکستان په یو ټیوب پس له دې پابندي ولگوله چې د وډیو شریکولو په دې ویب پاڼه د یو فلم ځېنې برخې وښودل شوي چې داسې گڼل کیدی چې گني د پیغمبر اسلام بې احترامي کوي.چ

سپریم کورټ یا د پاکستان تر ټولو لوې عدالت هم حکومت ته امر وکړو چې ترڅو یوټیوب دا مواد نه وي لرې کړی، په ویب پاڼه دې پابندي ولگول ‍شي.

پاکستان یوټیوب ته ویلي وو چې د ویب پاڼې مقامي بڼه دې پرانځي.

د پې ټي ای ترمخه، د یوټیوب چلونکې کمپنۍ گوگل په دپاکستان دپاره په مقامي پاڼه کار سر ته رسولی دی. یوټیوب د پاکستان پاڼې درک دی:

youtube.pk

XS
SM
MD
LG