لاس رسیدونکی لینک

د پاک ؤهند دپولې په سر پاکستان بان کي مون ته خط لېږلی


سرتاج عزيز په خپل خط کې د هندي ځواکونو لخوا د ترسره شوؤ ډزو په نتيجه کې د پاکستان لوري ته د رامنځته شوي زيان يادگېرنه هم کړې ده .

د پاکستان د وزيراعظم د قومي سلامتۍ او خارجه امورو صلاح کار سرتاج عزيز د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ته خط استولی ، چې پکې ورته د پاکستان او هند ترمينځ په ورکنگ باؤنډرۍ اود کشمير د لانجمنې سيمي په ويشونکې کرښه (لائن اف کنټرول) د هند لخوا د اوربند د خلاف ورزۍ د پېښو احوال تېر کړی شوی دی .

د پاکستان د دفتر خارجه لخوا نن د اتوار په ورځ جاري شوي يو بيان ترمخه سرتاج عزيز د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کې مون ته په ليږلي خط کې هغه ، د هند او پاکستان ترمينځ په ورکنگ باؤنډرۍ او لائن اف کنټرول باندې په تېره اوونۍ کې د هندي ځواکونو لخوا د ډزو په ترڅ کې د رامنځته شوې احوال څخه خبر کړی دی .

سرتاج عزيز په خط کې په دې خبره زور راوړی ، چې د کشمير مسله د ملگرو ملتونو د سلامتي کونسل د قراردادونو په رڼا کې حل کېدو ته اړتيا لري . او نړيوالې ادارې او نړيواله ورورولي دې په دغې لړ کې خپله زمه داري او کردار اولوبوي .

د وزيراعظم صلاح کار په خپل خط کې د هندي ځواکونو لخوا د ترسره شوؤ ډزو په نتيجه کې د پاکستان لوري ته د رامنځته شوي زيان ، او په ۲۶م ستمبر د وزيراعظم نوازشريف د ملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته د کړې وينا يادگېرنه هم کړې ده .

پاکستان او هند د روانې مياشتې د لمړي سر نه په يو بل په پوله د اوربند د خلاف ورزۍ تورونه پورې کوي . د راپورونو ترمخه د دواړو خواؤ نه تراوسه پورې د ډزو په نتيجه کې نزدې دوه درځنه کسان وژل شوي او د ۵۰ نه زيات ژوبل شوي دي .

د جمعې په ورځ د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د قامي سلامتۍ په غونډه کې د پاکستان او هند په پوله د هندي ځواکونو لخوا د اوربند د خلاف ورزۍ په سختو ټکو کې غندنه شوې او وئيل شوي ؤ . چې پاکستان د هند په گډون گاونډي هيوادونو سره امن ته ليواله دی ، خو د څه قسمه جارحيت به په کلکه ځواب ورکولی شي .

بل لور ته د هند ددفاع وزير هم وئيلي ، چې پاکستاني ځواکونه دې په پوله د مهم جوئۍ څخه په ډډه پاتې شي .

پاکستان او هندوستان چې ايټمي قوتونه دي ، د دواړو گاونډي ملکونو په گډه پوله له دې وړاندې هم د ډزو پېښې رامينځه شوي ، خو په تېره اوونۍ کې رامينځته شوی صورت حال ، په کال ۲۰۰۳م کې د دواړوملکونو ترمينځ د شوي اوربند د تړون وروستو سخته خلاف ورزي گرځول کيږي .

راپورونه وايي د دواړو ملکونو په پوله د رامينځته شوي اوسني تاؤژن صورت حال له کبله دواړو خواؤ ته د يو شمېر علاقو خلکو کورونه پرېښودې او محفوظو سميو ته منتقل شوي دي .

XS
SM
MD
LG