لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په دوهم ټيسټ کې په ۳۵۶ رنزونو اسټريليا ته ماتې ورکړه


پاکستان نه يواځې دغه ټيسټ مېچ وگټلو بلکې ۲۰ کاله وروستو د اسټريليا نه په کوم ټيسټ سيريز گټلو کې کامياب شو .
پاکستان نه يواځې دغه ټيسټ مېچ وگټلو بلکې ۲۰ کاله وروستو د اسټريليا نه په کوم ټيسټ سيريز گټلو کې کامياب شو .

د ابوظهبي په شېخ زيد کرکټ گراؤنډ کې د پاکستان او اسټريليا کرکټ لوبډلو ترمينځ په دوهم ټيسټ مېچ کې پاکستان په ۳۵۶ رنزونو اسټريليا ته ماتې ورکړه . د اسټريليا پوره ټيم په دوهم اننگز کې د ۶۰۳ رنزونو په ځواب کې په ۲۴۶ رنزونو اؤټ شو . پاکستان نه يواځې دغه ټيسټ مېچ وگټلو، بلکې ۲۰ کاله وروستو د اسټريليا نه په کوم ټيسټ سيريز گټلو کې کامياب شو .

پاکستان په خپل دوهم اننگز کې ۲۹۳ رنزونه جوړ کړي ، او د لمړي اننگز د ۳۰۲ رنزونو سره يي اسټريليا ته د ۶۰۳ رنزونو هدف ورکړی ؤ .

اسټريليا نن د لوبې په پينځمه او اخرنۍ ورځ خپل دوهم اننگز په ۱۴۳ رنزونو او څلورو لوبغاړو اؤټ کېدو سره بيا پېل کړو ، خو ټول ټيم يي په ۲۵۶ رنزونو اؤټ شو .

يونس خان په څلورو سنچريانو جوړلو د سيريز ، او مصباح الحق په وروستي مېچ کې په دوه سنچريانو جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی وگرځول شو .

د پاکستان لخوا که په مېچ کې بېټسمېنانو د غوره لوبې مظاهره کړې ، نو باؤلرانو يي هم د اسټريليا بېټسمېنان سمولو ته نه دي پرېښې ، او د اسټريليا په ضد دوهم اننگز کې دپاکستان ذوالفقار بابر پينځه ، ياسرشاه درې او محمد حفيظ دوه لوبغاړي اؤټ کړل .

په لمړي اننگز کې عمران خان درې او ذوالفقار بابر ، ياسرشاه او رحمت علي دوه ، دوه کهلاړيان اؤټ کړي وو .

پاکستان په دوهم اننگز کې په درې وکټو او د کپتان مصباح الحق د ۱۰۱ رنزونو او اظهرعلي د ۱۰۰ رنزونو په مدد سره ۲۹۳ رنزونو جوړ کړي وو . او په لمړي اننگز کې يي د يونس خان د ۲۱۳ رنزونو ، اظهرعلي ۱۰۹ او مصباح الحق د ۱۰۱ رنزونو سره په شپږو وکټو ۵۷۰ رنزونه جوړ کړي وو .

ځواب کې اسټريليا په خپل لمړي اننگز کې په پوره ټيم ۲۶۱ رنزونه جوړ کړي ، او په دوهم اننگز کې يي پوره ټيم په ۲۴۶ رنزونو اؤټ شو .

د پاکستان لخوا په دغې مېچ کې مصباح الحق او يونس خان په ټيسټ کرکټ کې ريکارډونه هم جوړ کړي دي .

د پاکستان د کپتان مصباح الحق په ټيسټ کرکټ کې د تېزې ففټۍ (پنځوس ) رنزونو جوړولو ريکارډ قائمول ، او بيا د ټيسټ کرکټ تېزې سنچرۍ (سل ) رنزونو ريکارډ برابرول دي .

مصباح الحق په دوهم اننگز کې په ۲۱ بالونو په څلورو چهکو او څلورو چوکو وهلو سره ۵۲ رنزونه جوړ کړل ، چې د ټيسټ کرکټ په تاريخ کې له دې وړاندې دغه ريکارډ د جنوبي افريقې د جيک کيلس سره ؤ ، او هغه په ۲۴ بالونو ففټي جوړه کړې وه .

مصباح په ۲۴ منټونو کې نيمه سنچري مکمله کړې او د بنگله دېش د اشرفل د ۲۷ منټو د ففټۍ ريکارډ يي هم په خپل نوم کړی دی . مصباح الحق په ۱۱ چوکو او ۵ چهکو سره په ۵۶ بالونو د ټيسټ کرکټ د تېزې سنچرۍ هغه ريکارډ هم برابر کړی ، چې ۲۸ کاله وړاندېد د ويسټ انډيز ويوين رچرډ په ۵۶ بالونو د انگلېنډ خلاف سنچري جوړه کړې وه .

يونس خان په څلور سنچريانو جوړولو د سيريز غوره لوبغاړی وگرځول شو
يونس خان په څلور سنچريانو جوړولو د سيريز غوره لوبغاړی وگرځول شو

د دغې مېچ په لمړي اننگز کې د پاکستان وتلي لوبغاړي يونس خان د ۱۵ چوکو او دوه چهکو په مدد سره ۲۱۳ رنزونه جوړ کړي ، او يونس خان د خپل ټېسټ کېرئير ٨٠٠٠ رنز مکمل کړي چې دغه شان هغه د جاويد ميانداد اؤ انضمام الحق نه پس دريم پاکستانى بيټسمين جوړ شوی چې اته زره رنزونه يي مکمل کړل .

يونس خان نۀ يواځې دا چې اتۀ زره رنزونه پوره کړي ، بلکې د خپل کرئير په څلورمه سنچرۍ جوړولو د يو پاکستاني لوبغاړي له لوري د اسټريليا خلاف ٢٠ کاله پس په اولني ځل سکور شوې ډبل سنچري مکمله کړې .

يونس خان ۹۰ کاله وروستو کوم لومړی لوبغاړی گرځېدلی ، چې د اسټريليا خلاف يي پرله پسې درې سنچريانې جوړې کړي دي .

د پاکستان او اسټريليا ترمينځ د دوه ټيسټ مېچونو د سيريز په لمړي ټيسټ کې پاکستان ـ اسټريليا ته په ۲۲۱ رنزونو ماتې ورکړې وه . او په دوهم مېچ گټلو يي سيريز په دوه ، صفر په خپل نوم کړو . او په دغې سيريز گټلو سره پاکستان د ټيسټ کرکټ په رينکنگ کې په درېم نمبر شو ، په لمړي نمبر جنوبي افريقه او دوهم نمبر اسټريليا ده .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG