لاس رسیدونکی لینک

فاټا کې د وسله والو د ښځو په تعلیم گزارونه


د مومندو ايجنسۍ سره تعلق لرونکې ماه رُخ چې پېښور پوهنتون کې د اعلي تعليم حاصلولو سره سره د استاذۍ وظیفه هم ترسره کوي ډیوه ته وویل قبائیلي سیمه کې تندروي زیاته شوي او د زنانه ؤ په تعلیم خصوصي گزارونه شوي دي

د قبائیلي سېمې زنانه د خپلو بنیادي حقوقو نه زیاتره ناخبره نه دي او په تعلیم يي هم گزارونه شوې دي. دا خبرې پیښور کې د قبائیلي سیمو سره زنانه ؤ کړې چې د میرمنو د نړي والې ورځ په مناسبت یوه دستوره کې راغونډې شوي وي.

دستورې کې برخه اخیستونکې صفيه اورکزۍ چې د اورکزۍ ايجنسۍ سره تعلق لري وي او ایی ډیوه ته وویل لکه د واده او بچو د پیدا کولو غوندې بنیادي مسلو باندې د قبائیلي زنانه ؤ نه نه خو څوک تپوس کوي او نه يي څه حق گڼلی کیږي چې گنې د هغوي به هم څه غږ، راښې او خوښه ناخوښه وي.

صفیه اورکزۍ وايي قبائیلي سېمو کې د زنانه ؤ په واده کې د هغوي نه څوک رائې نه اخلي. ډیر ماشومان زیږدوي او د ډیرو بچو په لویه ولو کې يي ژوند تیر شي او د مسلو په هکله د هغوي غږ څوک هم وانوري.

د مومندو ايجنسۍ سره تعلق لرونکې ماه رُخ چې پېښور پوهنتون کې د اعلي تعليم حاصلولو سره سره د استاذۍ وظیفه هم ترسره کوي ډیوه ته وویل قبائیلي سیمه کې تندروي زیاته شوي او د زنانه ؤ په تعلیم خصوصي گزارونه شوي دي.

دستوره کې گډون وال د قبائيلي سيمو د وکېلانو د اتحاديې (فاټالائيرزفورم) مشراعجاز مومند وویل د پاکستان د نور برخو برعکس د قبائیلي سېمې زنانه عدالتونو ته رسائي نه لري نو ځکه د خپلو حقوقو دپاره غږ هم نشې پورته کولی.

قبائیلي سیمو کې د زنانه ؤ د ژوند حالاتو په د صفیه اورکزۍ، ماه رخ او اعجاز مومند خیالات د ارشد مومند رپورټ کې اوریدی شۍ:

XS
SM
MD
LG