لاس رسیدونکی لینک

بنگله ديش : ټي ټوئنټي ورلډ کپ کې پاکستان اسټريليا ته په ۱۶ رنزونو ماتې ورکړه


د مېچ غوره لوبغاړی عمراکمل وگرځول شو .
بنگله ديش کې روان ټي ټوئنټي ورلډ کپ کې د پاکستان او اسټريليا ترمينځ مېچ کې پاکستان اسټريليا ته په ۱۶ رنزونو ماتې ماتې ورکړه . پاکستان لمړی بيټنگ کړی او د پينځه لوبغاړو په سوزيدو يې ۱۹۱ رنزونه جوړ کړي وو .
د اسټريليا ټول لوبغاړي په ۱۷۵ رنزونو اؤټ شو ، او د پاکستان لخوا دوه وکټې عمرگل ، دوه شاهد افريدي ، دوه بلاول بهټي او دوه وکټې زوالفقار بابر واخستې .
د اسټريليا لخوا زيات رنزونه گلن ميکزويل په ۳۳ بالونو ۷۴ رنزونه او ارون پينچ په ۵۴ بالونو ۶۵ رنزونه جوړ کړل . په پاتې نورو لوبغاړو کې څوک هم ۱۰ رنزونو جوړولو ته نه دي رسيدلي .
د پاکستان لخوا لمړي بيټنگ کې عمراکمل ښه بيټنگ وکړو او ۵۴ بالونو يې د څلورو چهکو او نهو چوکو سره ۹۴ رنزونه جوړ کړل . په پاتې نور لوبغاړو کې کامران اکمل په ۳۱ بالونو ۳۱ او شاهد افريدي په ۱۱ بالونو ۲۰ رنزونه جوړ کړل .
محمد شهزاد او کامران اکمل د پاکستان لخوا د اننگز پېل وکړو ، ولې شهزاد په ۵ بالونو ۵ رنزونو او بيا محمد حفيظ په ۱۰ بالونو ۱۳ رنزونه جوړ کړل او اؤټ شو .
د مېچ غوره لوبغاړی عمراکمل وگرځول شو .
د پاکستان او مېچ اسټريليا ترمينځ د لوبيدونکي مېچ ټاس اسټريليا گټلی او پاکستان ته يې د لمړي بيټنگ بلنه ورکړې وه .
د اسټريليا کولټرنائل دوه ، بولينگر ، واټسن او ميچل سټارک يو يو وکټ واخيستو .
ټي ټوئنټي په ورلډ کپ کې د اسټريليا دا لمړی او د پاکستان دوهم مېچ ؤ . پاکستان ته په خپل
لمړي مېچ کې هند په اووه وکټو ماتې ورکړې وه ، دغه مېچ د جمعې په ورځ شوی ؤ .
XS
SM
MD
LG