لاس رسیدونکی لینک

پوځ وايي شمالي وزیرستان کې ۴٠ وسله وال وژل شوی


تیر کال د جون د میاشت راهسې پاکستاني امنیتي ځواکونو شمالي وزیرسیتان کې د ضرب عضب په نوم طالبانو خلاف کاروائي شورو کړې ده او وايي سېمه د وسله والو پاکه کړې شوې ده

شمالي وزیرستان کې د مشکوک وسله والو په هدفونو جیټ جهازونو بمباري کړې ده، په نتیجه کې لږ تر لږه ۴٠ وسله وال وژل شوې دي. دا خبره د فوج د عامو تعلقاتو څانگې اي ایس پې ار کړې ده.

فوج ویلي طالبانو خلاف کاروائي د اتوار یا یکشنبې په ماسپښین د شمالي وزیرستان په شوال سېمه کې شوې ده چې پکې د شوال په مختلفو برخو کې د وسله والو مرکزونه په نخښه کړی شوې دي.

تیر کال د جون د میاشت راهسې پاکستاني امنیتي ځواکونو شمالي وزیرسیتان کې د ضرب عضب په نوم طالبانو خلاف کاروائي شورو کړې ده او وايي سېمه د وسله والو پاکه کړې شوې ده.

شمالي وزیرستان کې د امینت غیر یقیني حالاتو په وجه خبریالان هلته په ازاده توگه خپله دنده نشې ترسره کولی او د فوجي رپورټونو په بې طرفه ډول تصدیق ممکن نه وي.

طالبانو شوال کې د فوج لخوا د جاني نقصان دعوه رد کړې ده.

طالبانو سره تړلې نصبتاً غیر معروفې ډلې مجلس عسکري یو ترجمان چې د ځان پیژندگلو د د عبدالله وزیرستاني په نوم کوي، ویلي شوال کې فوج د عامو خلکو کورونه په نخښه کړې دي او بمبارۍ کې وژل شوي کسان عام خلک دي.

XS
SM
MD
LG