لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان نه د کډوالو د بهر تلو طریقه کار


پوځ ویلي د شمالي وزیرستان په حسو خیلو کې د وسله والو د بمونو کارخانه او تربیتي مرکز تباه کړی او ٢٥ مقامي او خارجي وسله وال يي وژلې
پوځ ویلي د شمالي وزیرستان په حسو خیلو کې د وسله والو د بمونو کارخانه او تربیتي مرکز تباه کړی او ٢٥ مقامي او خارجي وسله وال يي وژلې
شمالي وزیرستان کې د روان پوځي کاروائي په وخت سېمې نه د ځائې اوسیدونکې بهر تلو دپاره پولیټیکل انتظاميي خپل طریقه کار جاري کړی دی چې ترمخه يي د رزمک، شوال، میرعلي، میران شاه، غلام خان او دته خیلو سېمو خلک په مختلفو ورځو د ایف بنو په بکا خیلو کې قائم کېمپ ته ځانونه رسولی شي.
د شورو په ورځ به د میر علي او د رزمک خلک د ایښا چیک پوسټ او کجورۍ دلارې سیدگۍ چیک پوسټ ته د رجسټیریشن یا نوم لیکنې دپاره ځان رسولی شي.
انتظامیه وايي سیدگۍ کې د نوم لیکنې ورسته به گډوالو ته د بنیادي ضرورت شیان ورکړی کیږي او بیا د نور تصدیق ورسته به هرې کورنۍ ته د ٧٠٠٠ ای ټې ایم کارډونه ورکړی کیږي.
هم دغه رنگ د جون د میاشت په ١٩ مه نیټه به د میران شاه او غلام خان خلک د کجورۍ د لارې سیدگۍ او بیا بکا خیلو کې کیمپ ته ځان رسولی شي.
د شوال او دته خیلو خلکو ته ویل شوي چې د جمعې په ورځ یا د جون د میاشت په ٢٠ مه نیټه د کجورۍ د لارې سیدگۍ کې نوم لیکې یا رجسټریشن د پاره او بیا بکا خیلو کیمپ ته ځان رسولی شي.
شمالي وزیرستان کې د لگیدلې کرفیو او په تگ راتگ د پابندۍ په وجه د گاډو کمی دی. په لړ کې انتظامیه وايی سیمه کې موجود خلک بنو نه گاډي په کرایه راغوښتلی شي او پکار ده چې دغه گاډي سحر د ١٠ نیمو بجو پورې ورته ور ورسیږي.
کوم خلک چې ځان سره خپل نان کسټم پیډ گاډې شمالي وزیرستان نه بندوبستي علاقو ته بوتلل غواړي ورته ویل شوي چې متعلقه ضلعو کې دې خپلې موټرې د ډې سې په دفتر کې رجسټر کړې چې هم په دغه ضلع کې د گرځولو دپاره ورته اجازت نامه ورکړی شي.
انتظامیه وايي د شمالي وزیرستان نان کسټم پیډ گاډې به هم په دغه ضلع کې د گرځیدو اجازت لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG