لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزیرستان کې پوځ د ٨ وسله والو د وژنې دعوه کړې


د پاکستان پوځ او حکومت ادعا کوي چې د ضرب عضب د لارې يي د وسله والو جنګيالو ملا ماته کړې ده او د شمالي وزيرستان زياتره برخې يي د وسله والو څخه پاکې کړي دي. چارواکي دا هم وايي چې د ملک نه د ترهګرۍ د نوغي ويستو پورې به ضرب عضب ته دوام ورکوي.

د پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ تازه فضائي عملياتو کې د اته ؤ وسله والود وژنې ادعا کړې ده.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي ايس پي ار لخوا نن د اتوار په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې د شمالي وزيرستان په دته خيل او شوال سيمو کې تازه فضائي عملياتو کې د وسله والو پټې ځالې په هدف کړی شوي دي او اته وسله وال پکې وژل شوي .

د روانې مياشتې په اتمه نيټه هم پوځ په شمالي وزيرستان کې په ترسره شوو هوائي عملياتو کې د ځايي او بهرنو ٣٨ وسله والو د وژنې دعوه کړې وه.

سيمې ته د ميډيا د نه رسد له کبله او د ازادو سرچينو لخوا د دغه ډول عملياتو په نتيجه کې د اوختي زيان کره پخلې نه کيږي.

د افغانستان سره په پوله پرته قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د کال۲۰۱۴ د جون په مياشت کې د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي چې لاتراوسه دوام لري.

د پاکستان پوځ او حکومت ادعا کوي چې د ضرب عضب د لارې يي د وسله والو جنګيالو ملا ماته کړې ده او د شمالي وزيرستان زياتره برخې يي د وسله والو څخه پاکې کړي دي.

چارواکي دا هم وايي چې د ملک نه د ترهګرۍ د نوغي ويستو پورې به ضرب عضب ته دوام ورکوي.

ولې په ورستيو کې په خيبر پښتونخوا او قبائيلي سيمو کې يو ځل بيا د ترهګرۍ په پېښو کې سيوا والې مخې ته راغلی دی او نن د اتوار په ورځ پېښور کې يوه بمي چاودنه شوې او درې کسان پکې ژوبل شوي دي.

د شورو په ورځ د خېبر پښتونخوا په چارسده ضلع کې باچاخان پوهنتون باندې ترهګريز بريد شوی ؤ چې پکې ۲۱ کسان وژل شوي او زياتره يي زده کړې کوونکي وو.

د دغې پيښې زمه واري د طالبانو د دره ادم خيل ډلې قبوله کړې ده.

له دې وړاندې پېښور سره جوختې پرتې قبائيلي سيمي خېبر ايجنسۍ په جمرود علاقه کې يو ځانمرګی بريد شوی ؤ او په هغې کې د خاصه دار ځواک د سرتېرو او يو خبريال په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي وو .

او ځايي وسله والې ډلې لښکر السلام د دغه پېښې زمه واري منلې وه .

XS
SM
MD
LG