لاس رسیدونکی لینک

د عثمان شينواري غوره بالنګ، پاکستان د سري لنکا نه سیریز وګټو


Usman Shinwari 2

اشفاق مومند

د پاکستان قبایلي سیمې خېبر ایجنسۍ عثمان شینواري په خپل دویم یوه ورځنۍ کرکټ لوبه کې ۵ لوبغاړي سوځولي او د کرکټ مینه والو زړونه يې ګټلي.

عثمان شینواري د عرب اماراتو په شارجه کرکټ میدان کې تیره ورځ د دغه لوبې په مهال د کرکټ مینه والو ته شاهداپریدی وریاد کړو. چا چې په کال ۱۹۹۶م کې په خپله دویم یوه ورځني میچ کې د سري لنکا پرضد په ۳۷ بالونو سل رنځ جوړ کړل او نوی ریکارډ يې جوړ کړی وو.

تیره ورځ په دغه لوبه کې عثمان شینواري په خپل لومړي اوور کې د سري لنکا دوه لوبغاړي پوېلین ته ستانه کړل او په خپل دویم اوور کې شینواري بیا دوه لوبغاړي اوټ کړل.

د سري لنکا ټول ټیم په ۲۷م اوور کې په ۱۰۳ منډې جوړې کړي او پاکستان به دغه حدف ډیر په اسانه د یو لوبغاړي په اوټ کیدو پوره کړو. د پاکستان لخوا فخرزمان فخرزمان ۴۸، امام لحق ۴۵ او فهیم اشرف ۵ منډې جوړې کړې.

خپله دویمه لوبه کونکي عثمان شینواري په میچ کې د سري لنکا پېنځه لوبغاړي اوټ کولو باندې د لوبې غوره لوبغاړی یا مین اف دي مېچ او حسن علي د ټورنامنټ غوره لوبغاړی وګرځول شو.

د کرکټ یو شمیر مینه وال د عثمان شېنواري دغه غوره بالنګ ستايي او د پاکستان د پخواني غوره بالرانو د پاېې بالر يې بلي. خو ځیني نور بیا وايي عثمان د پخوانو لوبغاړو سره سمول د تادۍ خبره ده.

پاکستان د سري لنکا پرضدد ۵ یو ورځني لوبو دغه ټورنامنټ په ۵-۰ وګټلو.

XS
SM
MD
LG