لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که پاکستان د وسله والو ډلو سره اړیکې نه پریکوي نو تنها دې کړی شي


رپورټ وايي نړي والې ټولنې ته پکار دي چې په پاکستان کې د یوې معتدلې ټولنې د قیام دپاره دې د وزیراعظم نواز شریف حکومت د اقداماتو حوصله افزايي وکړي
رپورټ وايي نړي والې ټولنې ته پکار دي چې په پاکستان کې د یوې معتدلې ټولنې د قیام دپاره دې د وزیراعظم نواز شریف حکومت د اقداماتو حوصله افزايي وکړي

د امریکې یو شمیر څیړنیزو ادارو د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت ته پاکستان سره د تعلقاتو په لړ کې ځينې اهم تجاویز ورکړې دي چې پکې فوجي امداد کمول، د پاکستان سیاسي حکومت سره همکاري زیاتول او په پاکستان دا فشار زیاتول دي چې د وسله والو گوندونو سره دې خپل تړون ختم کړي.

"د وړمبې گام په توگه، امریکې ته پکار دي چې پاکستان خبردار کړي چې د (امریکې) د غیر نیټو د اهم ملگري حيثیت يي په خطر کې دی که چرې په بیړنۍ توگه داسې اقدامات و نه کړي چې وښايي د ترهگرۍ خلاف د امریکې سره مشترک اهداف لري، گني نو امریکا به يي دغه درجه ختمه کړي."

دا خبرې د پاکستان ډان ورځپاڼې ددغه څیړنیزو ادارو د رپورټ څخه د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل خبر کې شائع کړې دي.

ډان ورځپاڼه وايي صدر ټرمپ ته اسلام آباد سره د تعلقاتو په لړ کې تجاویز د ایشین سټډیز سینټر، د هیریټیج فاونډیشن، جارج ټاون یونیورسټۍ، نیشنل ډیفینس یونیورسټۍ، نیو امریکا، هډسن انسټیټیوټ، بروکنگز انسټیټیوشن، سینټر فار سټریټیجک اینډ انټرنیشنل سټډیز او د مډل ایسټ انسټیټیوټ ادارو ماهرینو او دانشورانو په خپل یو مشترکه رپورټ کې ورکړي دي. دا ادارې په خپلو څیړنو په لحاظ د امریکې اهم او معتبر مرکزونه گڼلی کیږي.

کتنه به دا وي چې پاکستان دې رپورټ ته څه جواب وايي خو پاکستاني مامورین دا خبره ردوي چې گني پاکستان د تندروه وسله والو ډلو سره په ریاستي کچه اړیکې لري.

امریکايي ماهرین په خپل رپورټ کې وايي که چرې پاکستان د واشنگټن د خواهش سره برابر خپله رویه سمه کړه نو د نوي همکارۍ د پیل کولو په لړ کې دې ورسره د سرمایه کارۍ او تجارت موقعې برابر کړی شي.

رپورټ د امریکې حکومت ته دا تجویز هم ورکوي چې د پاکستان سیاسي حکومت سره همکاري زیاتول دې اهمه ترجیح وټاکي. رپورټ دا خبره هم په پام کې نیولې ده چې د وزیراعظم نوازشریف حکومت د ملک قبله د درستولو دنده شروع کړې ده.

رپورټ وايي نړي والې ټولنې ته پکار دي چې په پاکستان کې د یوې معتدلې ټولنې د قیام دپاره دې د وزیراعظم نواز شریف حکومت د اقداماتو حوصله افزايي وکړي.

په رپورټ کې غوښتنه شوي چې ده چې امریکا دې د چین او عرب هیوادونو سره پاکستان په دې اماده کولو کوښښ وکړي چې تندروه ډلو د برداشت کولو خپله تگ لاره دې دلاسه ورکړي. "امریکا دې په خپل سر او په نړي واله کچه د داسې کوښښونو مشري وکړي چې پاکستانۍ ترهگر ډلې او افرادو باندې دې بندیزونه ولگول شي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG