لاس رسیدونکی لینک

پاکستان امریکې ته د ډرون په حمله تشویش څرگند کړی


د ملا اختر منصور په موټر ډرون حمله د بلوچستان نوشکي ضلعې په احمدوال کلې کې کړې ده

د پاکستان خارجه وزارت ویلي امریکې ته يي د هیواد په خاوره تیره هفته شوي په ډرون حمله باندې خپل تشویش څرگند کړې دی. په بلوچستان کې شوي په دغه حمله کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور وژل شوی دی.

په بلوچستان کې د ډوړن په وړمۍ حمله د ملااختر منصور د وژل کیدو تصدیق د امریکې صدر براک اوباما د گل، دوشنبې، په ورځ د ویت نام سرښار هنوی کې په یو خبري کانفرنس کې وکړو. هغه وویل د یو داسې "تنظیم مشر لمینځه وړلی شوی دی چې د امریکائي او اتحادي ځواکونو خلاف يي د حملو منصوبه سازي کوله او حملو کولو ته يي دوام ورکړی و."

براک اوباما وویل ملا اخترمنصور په افغانستان کې امن دپاره د افغان حکومت د کوښښونو مخه نیولې وه چې په هیواد کې هغه تشدد ختم کړی چې "د بې شمیره بې گناه" افغانانو، ښځو، سړو او ماشومانو ژوندونه يي اخیستې دي. امریکائي صدر په طالبانو غږ وکړو چې د سولي په بهیر کې شامل شي.

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف ویلي په بلوچستان کې شوي ډرون حمله کې د ملااختر منصور د وژل کیدو تصدیق نه شي کولی. هغه وویل ډرون د پاکستان د خپلواکۍ خلاف ورزي ده.

د نوازشریف خبره په اسلام اباد کې د خارجه وزارت هم تکرار کړې ده. وزارت د گل، دوشنبې، په ورځ خپل بیان کې وویل په اسلام آباد کې د امریکې سفیر ډیوډ هیل د خارجه امورو دپاره د وزیراعظم مشیر سید طارق فاطمي سره د ملاقات دپار راوغوښتل شو او د پاکستان په خاوره په ډرون حمله ورته د پاکستان اندیمني وړاندې کړی شوه.

بیان وايی طارق فاطمي دا خبره په ډاگه کړه چې ډرون حمله د ملگرو ملتونو د هغه قانون په خلاف ورزۍ کې شوي ده چې هرهیواد ته د خپلې خپلواکۍ ضمانت ورکوي.

طارق طافمي وویل داسې قسمه حملې په افغانستان کې د امن دپاره کیدونکې څلور ملکي، پاکستان، افغانستان، امریکا او د چین، کوښښونه هم متاثر کولی شي.

په بیان کې دا نه ده واضحه شوي چې امریکائی سفیر د طارق فاطمي د خبرو په جواب کې څه وویل؟ د پاکستان د خارجه وزارت په بیان کې دا هم نه دي ویل شوي چې د ډرون په یاده شوي حمله کې وژل شوي دوه کسان څوک وو؟

پاکستان وخت په وخت په خپله خاوره د ډرون حملو مخالفت کوي. دغه حملې زیاتره په فاټا یا قبائیلي سیمو کې شوي دي. په بلوچستان کې د خپل نوعیت وړمۍ د ډرون کاروايي وه.

امریکائي مامورین د وسله والو خلاف ډرون موثره وسله ټاکلې ده او وايي په ډرون حملو کې د وسله والو گڼ شمیر اهم مشران وژل شوي دي.

د طالبانو د مشر نه وړاندې د القاعده مشر اوسامه بن لادن هم په پاکستان کې وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG