لاس رسیدونکی لینک

د امریکې یو کالج کې د هندوستان طالب علمانو د هولي دستوره ونمانځله


د هولي د دود په لمانځلو کې د هندی زدکونکو تر څنګ د بیلا بیلو ھیوادونو ځخه راغلو يوشمير نورو زدکونکو هم برخه اخستې ده چی پکښې د پاکستان، هندوستان، امریکه، برازیل او نورو ھیوادونو ځوانان او پېغلې ګډون درلود. ځینی خو په لومړی ځل داسی دستوری ته راغلۍ وو
د سرښار واشنگټن سره نزدې د ورجینیا ریاست الیگزینډریه ښار کې د هندوستان طالب علمانو د رنگونو او خوشحالۍ هولي دستوره ونمانځله.
د هندوستان څخه راغلو هندی زدکونکو او د الیگزینډریه نوا کالیک 'انټر نیشنل فرینډز' په ګډه د هولی ورځ و لمانځله چې پکښې نجونو او ځوانانو په ګنړ شمیر ګډون وکوو. هغو بیله بیل رنګونه د یو بل په مخونو او جاموباندی وپاشل او دا رنګه يي د نوۍ کال د راتګ هر کلی په شوخ رنګونو او خوشالیو سره وکړ .
د هولي د دود په لمانځلو کې د هندی زدکونکو تر څنګ د بیلا بیلو ھیوادونو ځخه راغلو يوشمير نورو زدکونکو هم برخه اخستې ده چی پکښې د پاکستان، هندوستان، امریکه، برازیل او نورو ھیوادونو ځوانان او پېغلې ګډون درلود. ځینی خو په لومړی ځل داسی دستوری ته راغلۍ وو.
د طالب علمانو د هولي د ستورې یو منظر
د طالب علمانو د هولي د ستورې یو منظر

د امریکه سره تعلق لرونکی يوا پیغله حنا حکس وائی چی هغې په ژوند کې په اول ځل د ہولی ورځ ولیده او په لمانځلو ئې ډیر خوند واخیسته.د هند خلق د ہولی ورځ په دی لمانځی چی په دا ورځ حق پر باطل بریا موندلې وه.د کوټې یو ځوان شبیر احمدکاکړچی د هولی په لمانځلو ي ډیر خوند اخیستی وه، د هولی په ھکله څه داسی ګو یا دی." په دی دستوره کې د هندو، مسلمان، عیسائي اوهر رنګ و نسل خلګو برخه واخيسته، چی هغه دا پیغام ورکوی چی انسانی خوشالیانې او ضروریات تر هر شۍ مقدم دی."
هندی زدکونکی اشیش ډبرال وائۍ که څه هم هغه په خپل ھیواد کې ډیر په خوند د هولی ورځ لمانځله خو نن د بیلا بیلو ھیوادونو سرا تعلق لرونکۍ ځوانانو سرا په شريکه د هولی په لمانځلو هغه ډیر خوش سو " که څه هم نن له خپلوانو لرې په اول وار په پرادی ھیواد کې هولی مې والمانځله، خو خوش په دې یم چی نن لما سرا د نورو ھیوادونو اوعقیدو خلقو په شریکه هولی والمانځله."
که څه هم د ہولی دغه دود د هندو مزهب منوکۍ د خپلے عقیدے په توګه لمانځی، خو په اصل کې دغه ورځ د نوروز یا د یختیر په شان د پسرلی پيل څرګنده وی او د نوۍ کال د راتګ زیری ورکوی.
  • 16x9 Image

    ارین ابدول لئ

    د پاکستان دخیبرپښتونخوا په چترال سیمه کې په یو ذهني ناروغه ځلمي د مذهب د سپکاوي د تورونو لګول کیدو  وروستو د چترال په زرګونو پاریدلي خلک ددغه ځلمي د وژلو دپاره دپولیسو په تاڼه ورختلي دي.

XS
SM
MD
LG