لاس رسیدونکی لینک

باجوړ کې طالبانو د امن ټولنې غړی وژلی


د کال ٢٠٠١ د باجوړ د امن لښکر د غړو یو تصویر

طالبانو ویلي باجوړ کې يي د مقامي امن کمیټۍ یو غړی وژلی دی بلخوا مومندو کې د یو کس مړی موندلی شوی چې وسله والو دعوه کړې حکومت ته په جاسوسۍ وژل شوی دی.

د جماعت الاحرار نومې ډلې ترجمان احسان الله احسان مطبوعاتو سره خبرو کې مومندو کې یو تن د وژل تصدیق کړی دی. په وژل شوي کس الزام لگول شوی وو چې پاکستاني استخباراتي ادارو ته يي مخبري کوله.

باجوړ کې یو ځائې مشر او د امن کمیټۍ غړی گل اکبر د ایجنسۍ سالارزو تحصیل دره کلې کې وژل شوی دی. هغه کور ته روان وو چې وسله والو پرې ډلې وکړې.

د طالبانو ترجمان شاهدالله شاهد خبریالانو ته د گل اکبر د وژنې ذمه واري په غاړه اخیستې ده. هغه ویلې طالبان به د امن کمیټۍ په غړو حملې جاري ساتي.

ددې نه وړاندې هم د پاکستان په قبائیلي سېمو او سوات کې طالبانو په مقامي مشرانو، ملکانو او د امن کمیټۍ غړو باندې خونړۍ حملې کړې دي.

په ورستي کلونو کې د پښتنو په سېمو کې په حجرو، جوماتونو او جنازو پرتشدد حملې شوې او ځېنې تجزیه کار وايي د پښتنو د روایاتو او عنعناتو خلاف په منظمه توگه کوششونه روان دي.

XS
SM
MD
LG