لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړۍ کې د کرپشن په حساب پاکستان په ١١٦ درجه ولاړ دی


د ټرانسپیرنسي انټرنیشنل په دې نقشه کې په زیږ رنگ کې هغه هیوادونه لیدل کیږي چې د کرپشن کچه پکې ډیره ټیټه ده
د ټرانسپیرنسي انټرنیشنل په دې نقشه کې په زیږ رنگ کې هغه هیوادونه لیدل کیږي چې د کرپشن کچه پکې ډیره ټیټه ده

په نړۍ کې د کرپشن یا د بډو رشوتونو د څارنې اداره ټرانسپیرنسي انټرنیشنل وايي د کرپشن په حساب د نړۍ د ١٧٦ هیوادونو په فهرست کې پاکستان په ١١٦ درجه دی، هندوستان په ٧٩ او افغانستان په ١٦٩ درجه ولاړ هیواد دی.

ټرانسپیرنسي انټرنیشنل په یو هیواد کې د کرپشن د موجود کچې په حساب د صفر نه واخلې تر د ١٠٠ پورې شمیرې ورکوي. صفر د کرپشن انتهايي درجه او ١٠٠ د کرپشن مکمل نشت والی په گوته کوي.

اداره وايي د نړۍ اکثریتي هیوادونه د ۴٣ اوسط شمیرې نه هم لاندې پاتې شوي دي.

پاکستان په ١١٦ مه درجه ولاړ دی. د پاکستان گاونډي او په عسکري چارو کې حریف هندوستان په ٧٩ درجه دی، چې ښايي دپاکستان په مقابله کې په هندوستان کې د کرپشن کچه ډیره ټیټه ده.

د کرپشن په حساب پاکستان د افریقايي هیوادونو تنزانیه، مالي او ټوگو په صف کې ولاړ دی.

پاکستان ته په ١٠٠ کې ٣٢ شمیرې ورکړی شوي دي. افغانستان په ١٦٩ درجه ولاړ دی او په ١٠٠ کې ١٥ شمیرې لري.

د هندوستان درجه ٧٩ ده او په کرپشن کچه يي ۴٠ شمیرې دي.

افغانستان وس هم د نړۍ د لسو داهسې هیوادونو په فهرست کې شامل دی چې د اداري فساد کچه پکې ډیره زیاته ده خو ټرانسپیرنسي انټرنیشنل وايي هیواد د ادارې په درجه بندۍ کې څلور درجی بهتري کړې ده. رپورټ وايي د افغانستان د ملي یو والي حکومت په هیواد کې د بډو رشوتونو د مخنیوي دپاره ٥٠ ژمنې کړې دي او څه پرمختگ يي هم کړی دی، د داري فساد خلاف عدالت د ځیني مشهورو مقدمو اورونه هم کړې ده خو ټرانسپیرنسي انټرنیشنل وايي افغان حکومت باید چې نور اقدامات هم وکړي او د ادارې فساد ختمولو دپاره خپل لوظونه سر ته ورسوي.

د نړۍ د ١٣ پرمخته تلونکو هیوادونو په فهرست کې چرته چې د کرپشن کچه ډیره ټیټه ده، امریکې پکې نه ده شامله.

ډنمارک، نیوزي لینډ او فن لینډ د نړۍ هغه درې هیوادونه دي چرته چې د اداري فساد کچه ډیره کمه ده. د ټرانسپیرنسي په درجه بندۍ کې که یو هیواد د کرپشن نه بیخي پاک وي نو ١٠٠ نمبري ورته ورکړی کیږي. کوم هیواد چې صفر شمیره لري نو مطلب يي دا وي چې هلته د کرپشن کچه ډیره لوړه ده.

ډنمارک او نیوزي لینډ ٩٠ شمیرې لري او فن لینډ ته ٨٩ شمیرې ورکړی شوي دي.

ټرانسپیرنسي انټرنینشل وايي په زیاتره هیوادونو کې د کرپشن کچه د کمیدو پرځای زیاته شوي ده او په کومو هیوادونو کې چې داسې شوي دي هلته حکومتي ادارې، پولیس او عدلیه، خپل خدمات په سمه توگه نه ترسره کوي.

امریکا په ١٨ درجه ده او په ١٠٠ کې ورته ٧۴ شمیرې ورکړی شوي دي.

اداره وايي د منځني ختیځ په عرب هیوادونو کې د سیاسي اصلاحاتو دپاره د عرب سپرلي په نوم چې کوم ولسي غورځنگ شروع شوی وو ددې نه امید کیدو چې د سیمې په هیوادونو کې به حالات بهتر شي خو داسې و نشول. اداره وايي د منځني ختیځ د ٩٠ فیصد نه زیات هیوادونه د ٥٠ نه کمې شمیرې لري چې د فیل کیدو شرح ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG