لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ضرب عضب د "ترهگرو" ملا ماته کړې، وزیراعظم نوازشریف وايي


 پاکستاني امنیتي ځواکونو تیر کال د جون د میاشت راهسې شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د ضرب عضب په نوم اپریشن شورو کړی دی. د حکومت او پوځي مامورین په اپریشن کې د سلگونو په شمیره کې د پاکستاني او غیر ملکي وسله والو د وژنې خبره کوي. خو خپله طالبان د پوځ دعوې ردوي
پاکستاني امنیتي ځواکونو تیر کال د جون د میاشت راهسې شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د ضرب عضب په نوم اپریشن شورو کړی دی. د حکومت او پوځي مامورین په اپریشن کې د سلگونو په شمیره کې د پاکستاني او غیر ملکي وسله والو د وژنې خبره کوي. خو خپله طالبان د پوځ دعوې ردوي

وزیراعظم نوازشریف ویلي په شریکه به هیواد نه د ترهگرۍ نوغي وباسي او په شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف روان اپریشن د "ترهگرو" ملا ماته کړې ده.

وزیراعظم نوازشریف دا خبرې اسلام آباد کې د تنظیم اتحادالمدارس د نمائندگانو سره په یوه غونډه کې کړې دي. غونډه کې ترهگرۍ خلاف د نوازشریف حکومت په تگ لاره، نیشنل ایکشن پلان، باندې صلاح مشوره کیده. تنظیم اتحادالمدارس کې د مختلفو مسلکونو مدرسې شاملې دي.

غونډه کې د پوځ مشر جنرل راحیل شریف هم ناست وو.

د سرکاري اعلاميي ترمخه، نوازشریف د علماؤ غونډې ته وویل نیشنل ایکشن پلان ترهگرۍ خلاف د جنگ تر ټولو اهمه ایجنډه ده او ددې په ٢٠ ؤ واړو ټکو په رورو عمل کولی شي.

نوازشریف وویل ترهگرۍ خلاف د قامي تگ لارې په عملي کولو کې به د مدرسو مشرانو سره صلاح مشوره کولی شي. هغه وویل مدرسو ته هم پکار ده چې حکومت سره کومک وکړي.

وزیراعظم وویل حکومت په ټولنه کې د مدرسو د اهم کردار نه خبر دی او په دې لړ کې د مدرسو کردار نور هم بهتر کول غواړي. نوازشریف وویل حکومت به د مدرسو په نصاب کې د جدت راوستلو دپاره د مدرسو لاس امداد کوي. هغه وویل مدرسو ته په خپل تعلیمي نظام کې اصلاحات کول پکار دي.

نوازشریف وویل مدرسې په هیواد کې د فرقه وارانه تشدد او د ترهگرۍ په مخه نیولو کې کردار ادا کولی شي او ددې رجحاتو خلاف مفکوره په وړاندې بوتللی شي.

سرکاري بیانیه وايي د تظیم اتحادالمدارس علماؤ په غیر مشروط توگه ترهگرۍ خلاف د قامي تگ لارې حمایت اعلان وکړو.

پاکستاني امنیتي ځواکونو تیر کال د جون د میاشت راهسې شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د ضرب عضب په نوم اپریشن شورو کړی دی. د حکومت او پوځي مامورین په اپریشن کې د سلگونو په شمیره کې د پاکستاني او غیر ملکي وسله والو د وژنې خبره کوي. خو خپله طالبان د پوځ دعوې ردوي.

مبصرین هم شمالي وزیرستان کې د اپریشن د کامیابۍ په اړه د حکومت په خبرو سوالونه راپورته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG