لاس رسیدونکی لینک

د پیښور خونړی چوک او د امن مشاعره


د پیښور په جنوبې غاړه رنگ روډ باندې د پېشته خرې چوک د تیرې څه مودې راهسې وار په وار خونړۍ بم چاودنې لیدلې چې گڼ شمیر عام اولس او پولیس چارواکو پکې ژوند د لاسه ورکړی دی
د پیښور په جنوبې غاړه رنگ روډ باندې د پېشته خرې چوک د تیرې څه مودې راهسې وار په وار خونړۍ بم چاودنې لیدلې چې گڼ شمیر عام اولس او پولیس چارواکو پکې ژوند د لاسه ورکړی دی. د اتوار په ورځ دغه چوک سره نزدې د سېمې ځوانانو چې د پښتو ادب مېنه وال دي، د یوې مشاعرې انتظام کړی وو چې په خپله خاور امن لپاره د خپلو جذباتو څرگندونه د شعر و شاعرې په لطیف انداز کې وکړي.
د امن مشاعرې په نوم منسوب د مشاعرې انتظام د پېشته خرې چوک سره نزدې یو سکول کې شوی وو.
د مشاعرې یو شریک وال شاعر قندهار افریدي څه ډیر په خفگان وویل په تیرو پنځو کلونو کې سیمه کې مشاعره نه ده شوي او د ادب ځائې مینه وال نورو سېمو ته خپله نتده ماتولو لپاره ورځي. قندهار افریدي صیب په دې ډیر د خوشحالۍ او اطمینان څرگند کړو چې قام ځلمي يي اوس بیدار شوي او داسې قسمه سرگرمو کې دلچسپي لري.
د پښتونو په خاوره د موجوده حالاتو له قبله د سېمې شاعرانو په کار کې د حسن و جمال او د مېنې او محبت په ځائې د مزاحمت رنگ زیات غالب دی او شاعر ریاض افریدی وايي شاعران د خپلو جذباتو اظهار په داسې نزاکت کوي چې څه خطر هم نه راپاروي او د امن لپاره ارزو پکې هم څرگنده کړی شوي وي.
د ریاض افریدي صیب اشاره هغه عناصرو ته ښکاریده چې سیمه کې د پښتو ژبي ادبې هلې ځلې، فن او هنر ترې د حملو او دړکو په شکل متاثر شوی دی.
سید رحمان افریدي چې د مشاعرې انتظام يي کړی وو، وویل مقصد يي ځوان کل خپلو شاعرانو سره معارفي کول هم وو.
د مشاعرې نور حال پیښور نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال حمیدالله رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:
XS
SM
MD
LG