لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خیبرپښتونخوا د کرایه دارۍ قانون کې ترمیم، د کسانۍ مزکه نشې انتقالیدی


خیبر پښتونخوا سمبلۍ کې قامي وطن پارټۍ د ترمیم مخالفت وکړو
خیبر پښتونخوا سمبلۍ کې قامي وطن پارټۍ د ترمیم مخالفت وکړو
shallotد خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د کرایه دارۍ په قانون کې یو ترمیم منظور کړی چې ترمخه يي د چا په مزکه، کور یا نور جائیداد ناست کرایه دار یا زمیدار دغه جائیداد نه چا ته په وراثت کې او نه خپل ځائې ناست ته انتقالولی شي.
د صوبې د ماليي وزیر علي امین گنډاپور ویلې د ترمیم ترمخه د جائیداد مالک په خپل ملکیت ناست زمیدار یا کرایه دار د کرائي یا د اجارې معیاد پوره کیدو ورسته بې دخله کولی شي او اجاره دار یا کرایه دار د مالک جائیداد په وراثت کې بل چا ته نشې انتقالولی.
صوبائي اسمبلۍ دغه ترمیم د کرایه دارۍ په موجوده قانون کې کړی چې د ټینینسي ایکټ په نوم یادیږي.
اسمبلۍ ترمیم د نهې په ورځ منظور کړی او صوبائي وزیر علي امین گنډاپور ویلي ترمیم يي د وفاقي شرعۍ عدالت د فیصلې په رڼا کې کړی دی.
خیبر پښتونخوا سمبلۍ کې قامي وطن پارټۍ د ترمیم مخالفت وکړو.
د شورو په ورځ د ډیوه ریډیو هیلو وي او ای پروگرام کې ټینینسي ایکټ کې د ترمیم په موضوع بحث کې د قامي وطن پارټۍ ترجمان هاشم بابر نه یواځې اسمبلۍ ته د ترمیم وړاندې کولو په طریقه کار بلکه که خپله په ترمیم هم تنقید وکړو. هغه وویل پکار وه چې حکومت وړمبی مجوزه ترمیم اړونده کمیټۍ ته وړاندی کړی وی چې هلته يي په ښه او بد اړخ بحث شوی وی او بیا اسمبلۍ ته منظورۍ دپاره وړاندې کړی شوی وی.
د قامي وطن پارټۍ هاشم بابر وویل د ترمیم په نتیجه کې به د خیبر د امن او امان مسله راپورته شي.
د هاشم بابر اشاره په څرگنده توگه صوبه کې هغه مسلې ته وه چې د کسانۍ په نوم یادیږي او پکې د پخواني وزیراعظم ذوالفقارعلي بهټو د زرعۍ اصلاحاتو په نوم په بنیادي توگه د خلکو د کرکلې مزکې نیول شوي دي.
د پاکستان مزدور کسان پارۍ مشر افضل خاموش چې د کسانۍ او د کسانیانو په حق دی، هم يي د نوي ترمیم مخالفت وکړو. هغه وویل تنظیم يي د اپریل په دویمه نیټه د قانون خلاف تنگي، چارسده، کې د احتجاج اعلان کړی دی. هیلو وي او ای پروگرام کې افضل خاموش وویل په مزکه په تر ټولو وړمبی حق په مزکه کې کرکیله کونکی دی.
خو صوبائي وزیر علي امین گنډاپور وویل په مزکه حق د هغه چا دی چې د چا په نوم ده او هغه حق لري چې مالک د قانوني کاروائي د لارې د هغه په جائیداد ناست کس بې دخله کي.
هیلو وي اوی ای کې په دې موضوع بحث په دې لنک اوریدلی شۍ: http://www.voadeewaradio.com/audio/audio/387929.html

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG