لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې يو کال وروستو ټولټاکنو کې د درغلۍ په ضد احتجاج


پي ټي ائي به اسلام اباد کې په ډي چوک باندې احتجاجي مظاهره او يو جلسه کوي ، چې د پارټۍ مشر عمران خان به ورته وينا هم کوي .
پي ټي ائي به اسلام اباد کې په ډي چوک باندې احتجاجي مظاهره او يو جلسه کوي ، چې د پارټۍ مشر عمران خان به ورته وينا هم کوي .
په پاکستان کې د عامو ټولټاکنو د يو کال پوره کيدو وروستو نن په ۱۱م مئ د پخواني کرکټرعمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ډله (پي ټي ائي ) د شيخ رشيد د عوامي مسلم ليگ ډلې په ملاتړۍ نن د اتوار په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې په ټولټاکنو کې د درغلۍ په ضد احتجاجي مظاهره او جلسه کوي ، او په احتجاج کې د گډون د پاره د پي ټي ائي غړي د ملک د بيلا بيلو برخو نه اسلام اباد ته رايوځايي کيږي .
ولې د پاکتسان د اطلاعاتو مرکزي وزير پرويز رشيد وايي ، د عمران خان د دغه احتجاج مقصد په خيبر پښتونخوا کې د هغه د حکومتې يو کلنه مودې ناکامۍ پټول دي .
او تير کال د ۱۱ مئ په ټولټاکنو کې د پي ټي ائي او نورو گوندونو سره پيپلز پارټۍ او عوامي نيشنل گوند هم په ټاکنو کې د درغلۍ تورونه پورې کړي ، خو د تحريک انصاف نه علاوه زياتره ډلو بيا وئيلي چې په هيواد کې د جمهوريت د دوې په خاطر يې د ټاکنو نتيجې منلي دي .
ځيني څيړونکي او سياسي ډلې بيا د پاکستان استخباراتي ادارو ته په اشارې سره وايې چې د دغو احتجاجونو په شا نور قوتونه والاړ دي .
بلخوا ته په کينيډا کې د ميشت پاکستاني نژاد طاهر القادري ډلې پاکستان عوامي تحريک ډلې هم نن د راولپنډۍ ، لاهور او کراچۍ په گډون ټول پاکستان کې د احتجاج د ورځې اعلان کړی دی . راپورونه وايي طاهر القادري به د کينيډا څخه د ويډيولنک د لارې لاهور کې احتجاج کوؤنکو ته وينا کوي .
پي ټي ائي به اسلام اباد کې په ډي چوک باندې احتجاجي مظاهره او يو جلسه کوي ، چې د پارټۍ مشر عمران خان به ورته وينا هم کوي .
د عمران خان ډله چې په خيبرپښتونخوا صوبه کې يې حکومت دی ، او په مرکزي حکومت کې په اپوزيشن کې ده ، او په اسلام اباد کې يې په ټولټاکنو کې د درغلۍ په سر احتجاج راجوړ کړی دی ، خو د حکومت او نورو سياسي ډلو لخوا په عمران خان نيوکې کيږي ، چې دغه کار يې د جمهوربت په گټه نه دی .
د خالي په ورځ وزيراعظم نوازشريف وئيلي ، چې عمران خان چرته گټلې هلته د درغلۍ نوم نه اخلي ، خو چې چرته يې بائللې نو هلته د درغلۍ تور پورې کوي .
نوموړي په عمران خان غږ کړی ؤ ، چې وزيراعظم هاؤس ته دې راشي او په مسلو دې ورسره خبره وکړي .
عمران خان او د پارټۍ مشران يې وايې احتجاج يې ائيني حق دی ، او د جمهوريت خلاف نه دي . ولې د مسلم ليگ ډلې حکومتي مشران بيا وائي ، چې د دغې احتجاج په شا د چا لاس دی په دغې نه دي پوهه .
دغه رنگ په پارليمان کې د اپوزيشن ډله پيپلزپارټي او بيا د عوامي نيشنل گوند لخوا وئيل کيږي ، په ټولټاکنو کې درغلي شوې ده ، خو د جمهوريت د ودې دپاره دغو ډلو د ټاکنو منلو ته غاړه اېښودې او د ټاکنو نتيجې يې تسليم کړي دي .
د حکومتي واکمنه گوند مسلم ليگ (ن) ډلې مشران وايې د ټاکنو د يو کال پوره کيدو وروستو د عمران خان احتجاج مناسب نه دی ، او ځينې پرې بيا نيوکې کيږي ، چې هغه په خيبرپښتونخوا کې د خپلو ناکامو پټولو په ځائي د خلکو مخه بل پله اړول غواړي ، او احتجاجونه کوي .
د پنجاب صوبې د قانون وزير رانا ثناالله وئيلي اسلام اباد کې يې د عمران خان د احتجاج او جلسې په مهال د امنيت کلک گامونه پورته کړي ، خو نوموړي وئيلي چې د استخباراتي ادارو د رپوټونو ترمخه اسلام اباد او پينډۍ کې احتجاجونو ته د امنيت گواښونه دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG