لاس رسیدونکی لینک

د طالبانو یو مشر اسلام آباد کې؟


دوحا، قطر، کې د طالبانو د دفتر یو منظر

د افغانستان طالبانو یو اهم مشر چې تیر کال يي چین ته د طالبانو د ډلې مشري هم کړې وه دا وخت پاکستان کې دی او هیواد کې د مفاهمت په موضوع به د پاکستاني او چینائي چارواکو سره خبرې اترې کوي. دا خبر د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون شائع کړې دی.

د طالب رهنما قاري دین محمد پاکستان ته تگ په هکله د ایکسپریس ټریبیون د خبر نه څو ورځې وړاندې د پاکستان په مرسته د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو شورو کیدو خبرونه هم مطبوعاتو خواره کړې وو خو خپله سپینې ماڼۍ او اسلام آباد يي تردید کړی وو.

د ایکسپریس ټریبیون په رپورټ کې ویل شوي قاري دین محمد دوحا، قطر، کې د طالبانو د دفتر یو اهم رکن دی او تیر کال د نومبر په میاشت کې يي د چین سفر کړی وو.

طالبانو د قطر دفتر امریکې سره د مذاکراتو په عرض خلاص کړی دی خو د فریقینو خبرې اترې د ځنډ ښکار شوي دي.

د ایکسپری ټریبیون خبریال طاهر خان وايي چین افغانستان کې د امن په لړ کې خپل کردار ادا کول غواړي او پاکستان ته د طالبانو د استازي تگ هم ددغه کړۍ برخه ده.

په لړ کې نور تفصیل د وائس اف امریکا ډیوه خبریال اسلام الدین ساجد رپورټ کې اوریدی شۍ

XS
SM
MD
LG