لاس رسیدونکی لینک

مولانا سمیع الحق د حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې د مرستې نه پشا شوی


خپل بیان کې مولانا سمیع الحق ویل هیواد کې د امینت په خاطر هغه طالبانو سره خبرو اترو کې د لاس امداد ذمه واري واخېسته او د ډسمبر په ٣١ نیټه وزیراعظم نواز شریف سره اسلام آباد کې د لیده کاته په دویمه ورځ يي د تحریک طالبان پاکستان یا ټې ټې پې مشرانو سره د روابطو کار شورو کړو
د جمیعت علمااسلام خپلې ډلې او د یو شمیر مذهبي گوندونو اتحاد دفاع پاکستان کونسل مشر مولانا سمیع الحق د حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې د مرستې نه لاس په سر شوی دی.
د شورو په ورځ یو بیان کې مولانا سمیع الحق وویل حکومت لخوا هغه سره د رابطې نه کیدو ورسته هغه د خپلو کوششونو نه د پشا کیدو فیصله کړې ده.
وزیراعظم نوازشریف مولانا سمیع الحق ته د تیرې میاشت په اخېره کې د حکومت لخوا طالبانو سره د مذاکراتو شورو کولو واک اختیار ورکړی وو.
خپل بیان کې مولانا سمیع الحق ویل هیواد کې د امینت په خاطر هغه طالبانو سره خبرو اترو کې د لاس امداد ذمه واري واخېسته او د ډسمبر په ٣١ نیټه وزیراعظم نواز شریف سره اسلام آباد کې د لیده کاته په دویمه ورځ يي د تحریک طالبان پاکستان یا ټې ټې پې مشرانو سره د روابطو کار شورو کړو.
بیان کې مولانا سمیع الحق وزیراعظم نواز په مخاطب کولو وايي "هغوي (طالبانو) د مذاکراتو په لړ کې ځما او ستا د اعلاناتو او کوششو بې کچه ستائنه وکړه او وې ویل مونږ سنجیده، مستحکم، پائیداره، مطلبي او د مثبت مذاکراتو ډله کوو. مونږ وړانډې هم د مذاکراتو نه انکار نه وو کړی خو همیشه په مونږ الزام لگول کیږي خو مذاکرات تباه کونکې څوک هم نه معلوموي. اوس دې مونږ ته خپل منځو کې د صلاح مشورې مکملولو موقع راکړی شي."
خو مولانا سمیع الحق وايي د طالبانو د دریز راښکار کیدو ورسته ورته وزیراعظم سره د صلاح مشورې ضرورت وو خو د نواز لخوا ورته د څه ځواب نه ورکیدو ورسته يي فیصله کړې چې یو خواته دې په خاموشۍ کښېني.
حکومت د مولانا سمیع الحق په فیصله په سمدستي توگه څه ردعمل نه دی ښودلی. د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو په رابطه قامي سلامتیه د پاره د وزاعظم مشیر سرتاج عزیز د مولانا سمیع الحق په بیان د څه ویلو نه ډډه وکړه. هغه ډیوه ریډیو ته وویل د مولانا صیب بیان يي له نه دی لیدلی.
مولانا سمیع الحق د خپلو کوششونو نه پشا کېدو په هکله واشنگټن کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال صداقت جان د جمیعت علمااسلام (س) یو مرکزي مشر مولانا یوسف شاه سره مرکه کړې ده تاسو يي دلته اوریدی شۍ:

XS
SM
MD
LG