د پاکستان د داخله چارو وزیر احسن اقبال د پارلېمنټ ایوان بالا یا سېنېټ ته منلي چې د افغان طالبانو وژل شوي مشر ملا اخترمنصور سره د پاکستان پاسپورټ او شناختي کارډ د ولي محمد په نوم یو تن ته جاري شوی و.
د پاکستان ډان ورځپاڼې ترمخه سېنېټ ته په یو لیکل شوي بیان کې احسن اقبال وویل د نادره هغه درې چارواکي د دندې څخه لرې کړی شوي دي چې ملا منصور ته یې "جعلي" شناختي کارډ ورکړی و.
د ډان ترمخه، په سېنېټ کې د حزب اختلاف پاکستان پیپلز پارټۍ سنیټر فرحت الله بابر د وزیر په ځواب تشلي نه ده شوي او غوښتنه یې کړې ده چې حکومت ته پکار ده چې ددې خبرې مالومات وکړي چې ملا منصورته د پاسپورټ ورکولو امر چا کړی و؟
د طالبانو مشر ملااختر منصور په کال ٢٠١٦ کې په بلوچستان کې ډرون یا بې پایلټنه هوايي جهاز په داسې حال ووژلو چې هغه په یو موټر کې د ایران د سرحد نه راروان و.
د ډان ورځپاڼې د خبر سره د هغه پاسپورټ عکس چاپ شوی دی چې پکې ملااختر منصور لیدل کیږي خو په پاسپورټ نوم د ولي محمد او د پلار نوم یې شاه محمد دی.
افغان او امریکايي مامورین د ډیر وخت راهسې وايي چې د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې موجود دي خو پاکستان دا خبره ردوي.
په کال ٢٠١٥ کې د طالبانو د بل مشر ملا عمر هم په پاکستان کې د مرگ خبرونه راڅرگند شول خو پاکستاني یې تردید وکړو.