لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت دې د بې درکه خلکو معلومات وړاندې کړي: سپریم کورټ


په نا ارامه بلوچستان صوبه کې د بې درکه کړې شوو تنانو د حقونو مبارز ما ما قدير ادعا کوي چې اوس د پاکستان استخبارتي چارواکي د بې درکه کړې شوو بلوڅانو مړي سوځوي. ولې حکومت د هغه ادعا ته لا کوم ځواب نه دې ويلې
په نا ارامه بلوچستان صوبه کې د بې درکه کړې شوو تنانو د حقونو مبارز ما ما قدير ادعا کوي چې اوس د پاکستان استخبارتي چارواکي د بې درکه کړې شوو بلوڅانو مړي سوځوي. ولې حکومت د هغه ادعا ته لا کوم ځواب نه دې ويلې

د پاکستان سپریم کورټ په حکومت غږ کړی چې د حکومت په بند کې د بې درکه تنانو په هلکه دې تفصيلي رپورټ عدالت ته وړاندې کړي.

د زيارت په ورځ د يو نيم کال د ځنډ ورسته د ٫٫ ډيفنس اف هيومن رايټس٬٬ نومې ډلې مشرې امنه مسعود جنجوعه په خواست سپریم کورټ د بې درکه کسانو د مقدمې اورونه پیل کړه او ستر عدالت د حکومت نه وغوښتل چې د حکومتي په بندي خانو کې د ټولو بې درکه کسانو په حقله دې تفصيلي معلومات وړاندې کړي.

سترې محکمې د پاکستان د کورونیو چارو وزارت ته امر وکړو چې د حکومت په بند کې د پرتو کسانو په اړه دې دا معلومات هم عدالت ته وړاندې کړي چې په کوم جرم کې نیول شوي دي.

د عدالت جج حسټس اعجاز افضل خان پوښتنه وکړه چې د مقدمې نه بغیر خلک څنګه په بند کې ساتل شوي دي؟ هغه وویل که چا څه جرم کړی هم دی نو د مقدمې نه ورسته دې ورسته سزا ورکړی شي.

د ډيفنس اف هېومن رايټس ارګنايزيشن مشره امنه جنجوعه ډيوه ريډيو ته وویل وس هم د خلقو د بې درکیدو لړې جاري ده.

میرمن امنه وايي ٧ کاله مخکې چې کله د بې درکه تنانو د پلټنو دپاره جوړ حکومتي کميشن کار پيل کړو نو هغه وخت ورته ٣٧ قضيې راغلې وې. خو د کال ٢٠١١ راهسې ېي په ٤٢٢٩ قضيو کې يواځې ٢٩٣٩ مقدمې فيصله کړي او دا ښکاره کوي چې دا معامله څومره خرابه شويده.

عدالت وايي د دوي سره د بې درکه تنانو خپلو خپلوانو ته د تسلې ورکولو ځواب نشته او د کورنیو چارو وزارت ته یې امر وکړو چې د حکومت په حراستي مرکزونو کې د ګير تنانو خپلو خپلوانو سره ملاقات باوري کړي.

په نا ارامه بلوچستان صوبه کې د بې درکه کړې شوو تنانو د حقونو مبارز ما ما قدير ادعا کوي چې اوس د پاکستان استخبارتي چارواکي د بې درکه کړې شوو بلوڅانو مړي سوځوي. ولې حکومت د هغه ادعا ته لا کوم ځواب نه دې ويلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG