لاس رسیدونکی لینک

ایان علي گرفتارۍ خلک حیرانه کړې دي


ایات علي

٢١ کلنه ایان علي د کیمرو، رڼاگانو او د ناز او ادا په دنیا کې لویه شوي او نوم يي گټلی دی، دا وخت د راولپنډۍ په مشهور اډیاله جیل کې د تورو تمبو شاته پرته ده.

ایان علي د ١٦ کلونو په عمر کې ماډلنگ په دنیا کې قدم ایښی دی او اوس، پنځه کاله ورسته، هغه په شهرت او دولت سنباله ده. د دولت یوه اندازه يي ددې نه کیدی شي چې د خپل هوائي مالکه ده.

ایان علي د مارچ د میاشت په ١۴ نیټه په اسلام آباد هوائي اډه ونیول شوه. هغه دوبۍ ته روانه وه. خو د هغې وکیل ددې خبرې تردید کوي او وايي چې ایان سره نیول شوي پیېسې هغې خپل ورور له ورکولې. ایان علي منلې ده چې ددې سره دا پیسې د پاکستان د یو مشهور سیاست مدار د ورور وې او د هغه دپاره يي دغه پیسې د ملک نه بهر وړلې.

د گرفتارۍ نه واخلې تر دا وخت پورې د ایان علي قیصه د مطبوعاتو توجه ځان ته نیولې ده.

د امریکې سرښار واشنگټن نه شائع کیدونکې ورځپاڼې واشنگټن پوسټ هم د گل یا یک شنبې په ورځ د ایان علي په هکله یو رپورټ چاپ کړې دی او پکې ویل شوي دي چې د ایان گرفتاري پاکستان کې د کرنسۍ په غیرقانوني کاروبار یا مني لانډرنگ کې د لویو لویو سیاستمدارانو او د اداکارانو ککړتیا ښائي. اخبار لیکي چې څو ورځې وړاندې د ایم کیو ایم یو سیاست مدار په لندن کې د مني لانډرنگ په کیس کې پولیس په ضمانت خوشي کړې.

د واشنگټن پوسټ خبر سره د ایان علي یو تصویر هم شائع شوي چې هغه پکې په خپل شخصي هوائي جهاز کې یواځې ناسته ده، په خوا کې ورسته قیمتي پرس یا بټوه پرته ده. اخبار لیکې چې د فیشن د دنیا دې اداکارې گرفتارۍ ټول خلک حیرانه کړې دی.

XS
SM
MD
LG