لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لورالائي یو کلې کې د غیرت په نوم ښځه او سړی سنگسار شوي


د انسانی حقوقو ډلې وايي پاکستان کې هر کال گڼ شمیر خلک او په خصوصي توگه زنانه د غیرت په نوم د ملایانو او د جرگو په فیصلو او یا د خاندان د عزت په نوم د ژوند نه محرومه کولی شي
د انسانی حقوقو ډلې وايي پاکستان کې هر کال گڼ شمیر خلک او په خصوصي توگه زنانه د غیرت په نوم د ملایانو او د جرگو په فیصلو او یا د خاندان د عزت په نوم د ژوند نه محرومه کولی شي
د بلوچستان لورائي ضلعې یو کلې کې د جرگې په فیصله او د یو ملا په فتوه یوه ښځه او یو سړی د ناجائر تعلقاتو په الزام او د غیرت په نوم سنگسار کړی شوي دي. د انساني حقوقو ډلې دداسې قسمه پیښو غندنه کوي او وايي د جرگې او د ملایانو فیصلې د انصاف تقاضې نه پوره کوي او نه پکې ملزمانو د صفائې موقع ورکړی کیږي.
پاکستان کې د عدالت بالا په شخصي کچه د سزا او جزا ورکولو ورستۍ پېښه د لورالائي د کړو غر د منځکي صافیانو په کلې کې رامېنځته شوي ده.
حکومتي چارواکې وايي د کلې په یوه ښځه او سړي باندې د ناجائز تعلقاتو الزام وو او بیا د قبائیلي جرگې او د دیني عالم په فیصله ورته د سنگساریدو سزا ورکړی شوه.
رپورټونه وايي د فیصله په رڼا کې، دواړه سنگسار کړی شول او تر هغه وخت پورې په کاڼو یا ډبرو ویشتل کېدل تر څو يي ساه نه ور کړې. ددې ورسته د ښځې او سړې مړي بغیر د غسل، کفن او جنازې ښخ کړی شول.
د بلوچستان د کورنو چارو وزیر سرفراز بگټي وايي ضلعي چارواکو ته د پېښې د تحقیقاتو حکم ورکړی شوی دی. هغه وویل پیښه کې د ککړتیا په شک شپږ کسان نیول شوي چې پکې جرگه کې شامل ملا او د هغه زوی هم شامل دي.
د انساني حقوقو ډلې پاکستان او نورو داسې هیوادونو کې چرته چې قبائیلي یا مذهبي مشران د سزا جزا فیصلې ددې غندنه کوي، وايي دغه فیصلې نه خو د انصاف تقاضې پوره کوي او نه پکې ملزمانو ته د صفائي موقع ورکړی کیږي.
د انسانی حقوقو ډلې وايي پاکستان کې هر کال گڼ شمیر خلک او په خصوصي توگه زنانه د غیرت په نوم د ملایانو او د جرگو په فیصلو او یا د خاندان د عزت په نوم د ژوند نه محرومه کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG