لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني بانکونه به د شل کاله ځنډ وروسته بلوچستان کې قرضې ورکوي


د پاکستان مرکزي بانک (سټیټ بینک) بلوچستان ایالت کې نږدې شل کاله وروسته د پورونو یا قرضو ورکولو منظوري ورکړېده.

ددوشنبې یا ګل په ورځ د مرکزي بانک ګورنر اشرف محمود د کوټې د سفر پر وخت د صنایعو او سوداګرو د ادارې له مشرتابه سره لیده کاته کړي او ویلي دي چې په بلوچستان کې د صنعتونو او سوداګرۍ د ودې لپاره بشپړه همکاري کوي.

د پاکستان په طبعي توګه شتمنه او په اقتصادي توګه شاته پاتې د بلوچستان په ایالت کې بانکونو د یوشمیر علتونو له امله نږدې د شلو کالو راهیسې پورونه نه ورکول او پلمه یې امنیتي ګډوډي، د پورونو د خلاصولو په اړه بې باوري او ټیټه اقتصادي وضعه وه.

د صنایعو او سوداګرۍ ادارې مرستیال مشر اختر کاکړ ډیوې ته ویلي د سټیټ بینک مشر د لیدنې پرمهال سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې د پاکستان د نورو برخو په ډول بلوچستان کې به هم د نویو صنعتونو، سوداګریزې ودې، کښت او کروندې او کورونو لپاره پورونه ورکوي.

ددغه په وینا د مرکزي بانک مشر له افغانستان سره پر پوله د بلوچستان په بادیني سیمه کې د بانکونو د جوړولو ژمنه کړېده.

بادینی به له افغانستان سره د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره څلورمه رسمي لاره وي. دا وخت تورخم، انګور اډه او چمن د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي دروازې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG