لاس رسیدونکی لینک

په پاکستان کې د سکواش نویو پښتنو لوبغاړو ته ولې پاملرنه نه کېږي؟


په پاکستان کې د سکواش یو ځوان لوبغاړی احسن ایاز له امریکا غږ ډیوې سره د یوې مرکې په ترڅ کې وویل چې که څه هم کافي اسانتیاوي نه لري خو بیا هم په نړیوالو ډګرونو کې لوبیږي او له بري سره ډک لاس هېواد ته راستنیږي.

پښتنو لوبغاړو ته د پاکستان په رسنیو کې کافي برخه نه ورکول کیږي چې یوه بیلګه یې احس ایاز دی.

پښتانه لوبغاړي سرټکوي چې دوي ته یواځې هغه وخت د پاکستان د رسنیو پام اوړي کله چې دوي په نړیواله کچه زیات وځلیږي او ګڼې سیالۍ وګټي نو بیا پدې وخت کې پاکستانۍ رسنۍ یې د پاکستان د نوم ښه کولو لپاره راډیو ګانو او تلویزیونو ته د مرکو لپاره رابلي.

احسن ایاز د سکواش د لوبو یو تکړه او وتلی لوبغاړی دی چې په ملي کچه یې له ۱۹ کلنو څخه د کمر عمره ځوانانو د سکواش په سیالیو کې ۲۵ اتلولۍ ګټلې دي او دا مهال پدې لوبه کې د ځوانانو په کچه کې نړیوال اتل دی.

دا پداسې حال کې ده چې یو شمېر پښتنو لکه قمر زمان، جهانګیر خان او جهان شیر خان د سکواش په لوبو کې نړیواله اتلولي هم خپله کړیده.

XS
SM
MD
LG