لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بحیره عرب په پاکستاني اوبو کې د "سپرم ویل" ماهیان لیدل شوي دي


د بحیره عرب د پاکستان په سرحدي اوبو کې په وړمبي ځل د "سپرم ویل" په نوم د ماهیانو جوړه لیدل شوي ده.

د مچي مارانو یوې ډلې دا ویل میاهیان د بلوچستان د جیواني ساحل نه ٢٢ کلومیټره لري لیدلي دي او فلم يې جوړ کړی دی. دا خبره په پاکستان کې د ځنگلي حیات د تحفظ ادارې ورلډ وایډ فنډ فار نیچر یا ډبلیو ډبلیو ایف کړي ده.

"سپرم ویل" ماهیان په ښکاري ځناورو کې تر ټولو لوې غاښونه لري او ددې نه وړاندې هیڅ کله هم د پاکستان په اوبو کې نه دي لیدل شوي.

کومو مچي مارانو چې دا ماهیان لیدلي وو په هغو کې داسې کسان هم شامل وو چې سمندري حیات د څارنې دپاره ډبلیو ډبلیو ایف په خصوصي توگه تربیه کړي وو.

مچي مارانو سپرم ویل ماهیان د اتوار په ورځ لیدلي وو او تر د یوې نیمې گنټې پورې یې تعقب کړی و.

د ډبلیو ډبلیو ایف محمد معظم خان وویل د پاکستان په اوبو کې ددې نه وړاندې ژوندي سپرم ویل ماهیان نه دي لیدل شوي. هغه وویل په کال ٢٠٠٥ کې د کراچۍ سره نژدې د سپرم ویل د هډوکو پنجره یا ډوگ و او د جیواني سره نژدې د دې قسم ماهیانو څو هډوکي لیدل شوي وو.

سپرم ویل ماهیان په ځمکه موجود د ټولو ځناورو نه زیات غټ مازغه لري او په سمندر کې د خپل خوراک په لټون تر د ١٠٠٠ میټرو پورې لاندې تللی شي او د یوې نیمې گنټې پورې ساه نیسي.

د سپرم ویل ماهیان ١٢ میټره اوږده وي او وزن يی ٥٨٩٧٠ کلوگرام وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG