لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه: فوج په فاټا کې د اصلاحاتو ملاتړ کوي


مطبوعاتو ته د جنرل باجوه د اتوار، یکشنبې، په ورځ د جنوبي وزیرستان د دورې په اړه بیان کې فوج وویل فوجي مشر ته په جنوبي وزیرستان کې د ترقیاتي کار او سیمي څخه د بې کوره شوو خلکو د بیا ابادۍ د هلو ځلو په باره کې معلومات ورکړی شول
مطبوعاتو ته د جنرل باجوه د اتوار، یکشنبې، په ورځ د جنوبي وزیرستان د دورې په اړه بیان کې فوج وویل فوجي مشر ته په جنوبي وزیرستان کې د ترقیاتي کار او سیمي څخه د بې کوره شوو خلکو د بیا ابادۍ د هلو ځلو په باره کې معلومات ورکړی شول

د پاکستان فوج مشر جنرل قمر جاوید باجوه د جنوبي وزیرستان دوره کړې ده او هلته میشته عسکرو ته يي خپله وینا کې ویلي فوج د سیمې د اولس د ارزوگانو سره سم د فاټا په قامي بهیر کې د شاملیدو ملاتړ کوي.

مطبوعاتو ته د جنرل باجوه د اتوار، یکشنبې، په ورځ د جنوبي وزیرستان د دورې په اړه بیان کې فوج وویل فوجي مشر ته په جنوبي وزیرستان کې د ترقیاتي کار او سیمي څخه د بې کوره شوو خلکو د بیا ابادۍ د هلو ځلو په باره کې معلومات ورکړی شول.

بیان وايي فوجي مشر عسکرو امر وکړو چې سیمې د ثبات د پاره او د افغانستان سره د سرحد د بهتر انتظام پاره خپل کوښښونه دي جاري وساتي. په افغانستان کې میشته د امریکايي عسکرو مشر جنرل جان نکلسن تیره هفته امریکايي کانگرس ته په یوه مهمه اورونه کې وویل په پوله د امنیت په لړ کې د پاکستان د کردار نه مایوسه دی او طالب مشران او حقاني وسله واله ډله اوس هم د پاکستان په خاوره پټ ځایونه لري.

د پاکستان فوج بیان وايي جنرل باجوه سیمه کې د حکومت واک داري پرځای کولو او وسله والو خلاف عملیاتو کې په کامیابۍ د ځواکونو کردار ستاینه کړې ده. او په فاټا کې د اصلاحاتو په اړه روانو کوښښو ته په اشاره يي وویل فوج د سیمې د ولس د خواهشاتو سره سم په قامي بهیر کې يي د شاملیدو مرسته کوي.

جنوبي وزیرستان په وخت کې د مختلفو ډلو سره تعلق لرونکو وسله والو مضبوط مرکز گڼلی کیدو چې پکې په گڼه شمیره کې خارجي وسله وال هم شامل وو.

د پاکستان فوج په کال ٢٠٠٩ په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د "راه نجات" په نوم عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې يي د زرگونو په شمیره کې د سیمې اوسیدونکې مجبور شول چې خپل کورونه، کلي او بانډې پریږدي او نورو سیمو ته هجرت وکړي.

په کال ٢٠١٠ کې پاکستاني مامورینو په جنوبي وزیرستان کې عملیاتو د ختمیدو اعلان وکړو او وې ویل علاقه د وسله والو څخه پاکه کړی شوي ده. ددې سره سم سیمې څخه د بې کوره شوو خلکو د بیرته تگ لړۍ هم شورو شوه.

د ملگرو ملتونو د شمیرو ترمخه، د راه نجات په مهال جنوبي وزیرستان نه ٧٢٠٠٠ کورنیو کډه کړې وه. اوس ویل کیږي چې د تر د ٥٠٠٠٠ نه زیاتې کورنۍ په جنوبي وزیرستان کې خپلو کورونو ته تللي دي.

که څه هم پاکستاني مامورین وايي په جنوبي وزیرستان کې امن قایم کړی شوی دی او د پرمختگ کارونه روان دي خو اوس هم په زرگونو کورنۍ د خپلو سیمو نه بې کوره دي او حکومتي مرستې ته اړتیا لري.

حکومت لوظ کړی چې د چا کور چې په مکمل توگه تباه وي ورته به څلور لکه روپۍ ورکړی کیږي. کور ته د جزوي نقصان به ١٦٠٠٠٠ روپۍ وي.

د جنوبي وزیرستان نایب پولیټیکل افسر محمد شعیب خان وي او ډیوه ته ویلي حکومت ١٦٠٠٠ داسې کورونه په نخښه کړې دي چې په مکمل توگه تباه شوي دي.

د جنوبي وزیرستان مکین، لدها، شک توی او کاني گورم کلو ته خلک بیرته ستانه شوي دي خو د مضافاتي سیمو خلک لا اوس هم خپلو سیمو ته د بیرته تگ جوگه نه دي.

د حکومتي دعوو برعکس د جنوبي وزیرستان اوسیدونکې سیمه کې د بنیادي سهولتونو د نشت والي گیله کوي وايي که هسپتال شته نو ډاکټر او دوا پکې نشته، سکولونه هم په اکثر سیمو کې نشته او که چرته موجود دي نو تعلیمي اسانتیاوې نه لري. مقامي اوسیدونکې په تگ راتگ کې کې هم د مشکلات ذکر کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG