لاس رسیدونکی لینک

پاکستان سویلي افریقې ته وړمبي ون ډی میچ کې ماتی ورکړو


د پاکستان په اننگز کې زیات رنزونه انور علي ۴٣ او بلاول بهټي ٣٩ جوړ کړل. اوپنر احمد شهزاد په ٧٠ بالونو ٣٥ رنز جوړ کړې وو. بیټمسن محمد حفیظ یو وارې بیا د ناکامۍ سره مخ شو او په څوارلسم ځل د سټائن په بال په پنځه رنزونو اوټ شو
کیپ ټاون ښار کې د سویلې افریقې او د پاکستان ترمنځ د سیریز په وړمبي ون ډی میچ کې پاکستان کوربه ټیم ته په ٢٣ رنز ماتی ورکړو.
پاکستان د ټاس گټلو ورستو په وړمبي بیټنگ کې مقرره ٥٠ اورونو کې د نهو لوبغاړو په اوټ کیدو ٢١٨ رنز جوړ کړل او جنوبي افریقې ته يي د گټې لپاره د ٢١٩ رنزونو هدف کېښودلو.
پاکستان د بیټسمینان یو وارې بیا ښه کارکردگې ښودلو کې ناکامه شو او بالرانو يي هغه کار وکړلو چې د بیټسمینانو نه پاتې وو.
د پاکستان په اننگز کې زیات رنزونه انور علي ۴٣ او بلاول بهټي ٣٩ جوړ کړل. اوپنر احمد شهزاد په ٧٠ بالونو ٣٥ رنز جوړ کړې وو. بیټمسن محمد حفیظ یو وارې بیا د ناکامۍ سره مخ شو او په څوارلسم ځل د سټائن په بال په پنځه رنزونو اوټ شو.
د پاکستان په جواب کې د ساوت افریقې د بیټنگ شورو هم څه ښه نه وه خو په څلورم نمبر راوتي کیلس ٥٠ رنزونو او د جې پې ډومني ۴٩ رنزونو خپل ټیم د مقابلې جوگه کړلو خو بیا هم دوي خپل هدف ته وو نه رسیدل او ټول ټیم په ١٩٥ رنزونو اوټ شو او دغه رنگ پاکستان میچ په ٢٣ رنزونو وگټلو.
د پاکستان د طرفه بلاول بهټي درې، سعید اجمل او انور علي دوه دوه او جنید خان، شاهد افریدي او محمد حفیظ یو یو لوبغاړی اوټ کړلو.
د اتوار په ورځ کیپ ټاون کې د میچ گټلو سره پاکستان د دریو میچونو په سیریز کې د یو میچ سره مخکې شو. د سیریز دویم میچ به د روانې میاشت په ٢٧ مه نیټه په پورټ الزبت کې او دریم په ٣٠ م په سینچورین کې لوبول کیږی.
XS
SM
MD
LG