لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان داخله وزارت ویلي فیس بک تړل ګران خو د سپکاوي ډیر مواد يې لرې کړی


د پاکستان داخله وزارت چارواکو د اسلام آباد ستر عدالت ته ویلي د پاکستان په خواست، فیس بک د مذهبي سپکاوي نزدې ٨٥ في صده مواد د ټولنیزو رسنیو نه لرې کړي دي. د پاکستان د داخله وزارت دغه دعوې تر اوسه فیس بک پخلی نه دی کړی.

حکومتي چارواکوعدالت ته ویلي فیس بک په مکمله توګه بندول به ممکن نه وي. دغه چارواکوعدالت د دې نه هم خبر کړی چې واشنگټن ډي سي کې د پاکستان سفارت پدې معامله د امریکا حکومت سره هم رابطه کړې.

د پاکستان حکومت د مارچ میاشت په ٢٧مه نیټه یو بیان کې دا هم ویلي وو چې د لسوغیر قانونه ګرځول شوي تنظیمونو ویب پانړې یې تړلي. خو د دغه ډلو نومونه یی نه دې څرګند کړي.

څیړونکي وایی د پاکستان حکومت لخواه د مذهب سپکاوي په نوم هغه خلک په هدف کولی شي څوک چې د ریاست بیانیه ننګوي.

د وایس اف امریکا ډیوه څیړنکار بهروز خان وایی څو اونۍ وړاندې یو شمیر بلاګ لیکونکي ناڅاپه بی درکه کیدل، د حکومت لخواه د روشن فکره غږونو خاموشه کولو یو هڅه ده. بهروز خان وایی داسې غږونه ریاست خپلې کمزورې مفکورې ته خطر ګڼي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:06 0:00

پاکستان حکومت دا ادعاوې هم کوي چې ټولنیزو رسنیو پر ضد دا ګامونه یې د ترهګری پر ضد د قامي تګ لارې لاندې اخستې، خو د مدني حقونو لپاره کارکونکی جبران ناصر حیرانتیا څرګندوي او وایي د ترهګری پر ضد قامي تګ لاره چې د چا پر ضد جوړه ده هم هغه خلک رایو کې برخه اخلي او اسمبلیو کې ناست دي.

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:10 0:00


د پاکستان پارلیمان هم د ټولنیزو رسنیو نه د سپکاوي مواد لرې کولو یو پریکړه کړی او وزیر اعظم نواز شریف هم دا ژمنه څرګند کړی چې دغه لړ کې به څوک هم نه معاف کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG