لاس رسیدونکی لینک

نوازشریف: ترهگرو خلاف جنگ کې به ټول طاقت استعمالوو


په عین حال کې داخله وزیر چوهدري نثار علي خان خبرداری کړی چې د وسله والو خلاف کاروائي او د سزا وو وسله والو تیزندي کیدو ورسته هیواد کې د ترهگرۍ د نورو پیښو خطر موجود دی

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف ویلي هیواد کې د ترهگرۍ د ختمولو په لړ کې به د وسله والو خلاف جنگ کې به د ریاست ټول طاقت استعمالوي.

ترهگرۍ خلاف د قوانینو جاج اخستلو دپاره د یوي غونډي په مشرۍ کې نواز شریف ویل شمالي وزیرستان کې د ضرب عزب په نوم وسله والو خلاف کاروائي په کامیابۍ مخ په وړاندې روانه ده. هغه وویل په ښارونو او کلو کې د پټو وسله والو خلاف به د هیواد په گوټ، گوټ کې کاروائي کولی شي.

هغه وویل ترهگرو خلاف به فیصله کن جنگ کوي.

په عین حال کې داخله وزیر چوهدري نثار علي خان خبرداری کړی چې د وسله والو خلاف کاروائي او د سزا وو وسله والو تیزندي کیدو ورسته هیواد کې د ترهگرۍ د نورو پیښو خطر موجود دی.

داخله وزیر چوهدري نثار علي خان وویل د پیښور د پیښې، د خلکو د تیزندي کیدو او د روانې پوځي کاروائي ورسته مونږ داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کړې چې هیواد کې وسله وال د بلې غیرانساني او د بربریت نه ډکې حملې دپاره تیاری کوي.

چوهدري نثار دغه خبرداری په داسې حال کړی چې د پاکستان په مخلتفو ښارونو کې د اتوار یا شنبې په ورځ په سلگونو خلکو پیښور په ارمي پبلک سکول د حملې د غندلو دپارره مظآهرې کړې دي

داخله وزیر د استخباراتي معلوماتو په اړه ه تفصیل وړاندې نه کړو خو وې ویل امنیتي ادارې بیدارې کړی شوي دي

طالبانو د پیښور د سکول په ماشومانو د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې او دا يي پرضد د روانې کاروائی انتقام گرځولی.

XS
SM
MD
LG