لاس رسیدونکی لینک

نوازشریف: د ترهگرۍ نوغی ویستلو بغیر پاکستان ترقې نشې کولی


وزیراعظم نواز شریف د مولانا سمیع الحق ته طالبانو سره د مذاکراتو کار سپارلی وو خو مولانا سمیع الحق ویلي د حکومت د منفې روي په وجه ددغه ذمه وارۍ نه لاس په سر شوی
وزیراعظم نوازشریف ویلي د تندروۍ او ترهگرۍ نوغی ویستلو بغیر پاکستان مخ په وړاندې نشې تلی.
اسلام آباد کې د گل په ورځ د واک من پاکستان مسلم لیگ نون د قامي اسمبلۍ او سنیټ غړو یوې غونډې ته وینا کې وزیراعظم نوازشریف وویل پاکستان یواځې هله د پرمختگ په لار راونیدی شي کله چې د ترهگرۍ او تندلاریتوب مخنه ونیولی شي.
د غونډې په هکله جاري یوي سرکاري بیان وايي نواز شریف د ترهگرۍ د مسلې حل کولو ژمنه وکړه. نواز شریف وویل: "د ترهگرۍ او د تندروۍ مخه نیولو بغیر پاکستان په چټکتیه د پرمختگ په لار نشې روانیدی. مونږ به هیواد کې د امن او ثبات د پاره هر ممکن گام پورته کوو."
نواز شریف د وسله والو خلاف جنگ کې د امنیتي ځواکونو د کردار ستائنه وکړه او وې ویل د امنیتي ادارو غړي د هیواد د تحفظ دپاره د خپل ځانونه قربانوي خو ددوي قربانۍ به ضائع کیدو ته نه پریښدي.
نوازشریف وویل طالبانو سره د مجوزه مذاکراتو په لړ کې به پارلیمنټ په اعتماد کې اخېستلی شي.
وزیراعظم به د گل په ماښام قامي اسمبلۍ ته وینا کوي او امکان دی چې خپله وینا کې به هغه د ترهگرۍ د مخنیوي دپاره د حکومت تگ لاره واضحه کوي.
د پاکستاني میډیا ترمخه، د پارلیماني پارټۍ د غړو په غونډه کې د واک من گوند د پارلیمنټ زیاتره غړو وسله والو خلاف د هدفي کاروائي ملاتړ وکړو او په کمه شمیره کې غړو طالبانو سره د مذاکراتو ډله وکړه.
XS
SM
MD
LG