لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا سمیع الحق قبائیلي سیمو کې د شرعې او قبائیلي نظام په حق کې


ډیوه ریډیو سره مرکه کې مولانا سمیع الحق دا هم وویل چې طالبان ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکو ورکولو مخالف نه دي خو طالبان نه غواړي چې د پولیو خلاف مهم دې د جاسوسۍ یا هغوي ته د نقصان رسولو دپاره استعمال کړی شي
ډیوه ریډیو سره مرکه کې مولانا سمیع الحق دا هم وویل چې طالبان ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکو ورکولو مخالف نه دي خو طالبان نه غواړي چې د پولیو خلاف مهم دې د جاسوسۍ یا هغوي ته د نقصان رسولو دپاره استعمال کړی شي
د جمیعت علمااسلام د خپلې ډلې مشر مولانا سمیع الحق ویلي په قبائیلي سیمو کې چونکه د پاکستان ائین عملي نه دی نو هلته دې قبائیلي اولس ته د شرعي او قبائیلي نظام پرځائې کولو حق ورکړی شي.
مولانا سمیع الحق دغه خبرې د نهې په ورځ د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره خصوصي مرکه کې په داسې وخت کړې چې وزیراعظم نواز شریف ورته طالبانو سره د امن مذاکراتو واک اختیار ورکړو.
مولانا سمیع الحق وویل طالبان د پاکستان ائین خلاف نه دي خو په قبائیلي سیمو کې دا پرځائې نه دی نو قبائیلي سیمو کې دې خلکو د اسلامي، جرگې او قبائیلي روایاتو د لاندې د ژوند کولو حق ورکړی شي.
ډیوه ریډیو سره مرکه کې مولانا سمیع الحق دا هم وویل چې طالبان ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکو ورکولو مخالف نه دي خو طالبان نه غواړي چې د پولیو خلاف مهم دې د جاسوسۍ یا هغوي ته د نقصان رسولو دپاره استعمال کړی شي.
مولانا سمیع الحق داتاثر رد کړو چې گنې پاکستاني طالبان په مختلفو ټولو کې ویشل شوې دي. هغه زیاته کړه چې ځائې په ځائې بااثره کمانډران موجود دي او هغوي سره مزاکرات کیدلی شي.
مولانا سمیع الحق سره مرکه واشنگټن کې د ډیوه ریډیو خبریال ارباب محمود علي کړې ده تاسو يي دلته اوریدی شۍ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:55 0:00
Direct link

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG