لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سينيټ کې د خېبر پښتونخوا په حکومت او پي ټي ائي سختې نيوکې


سينيټرانو په خېبر پښتونخوا صوبه کې د تحريک انصاف ډلې حکومت په امن راوستو کې ناکامه بللی دی
سينيټرانو په خېبر پښتونخوا صوبه کې د تحريک انصاف ډلې حکومت په امن راوستو کې ناکامه بللی دی

د پاکستاني پارليمان برني ايوان يا سينيټ کې په خېبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف په حکومت سختې نيوکې شوي ، او سينيټرانو په خېبر پښتونخوا صوبه کې د تحريک انصاف ډلې حکومت په امن راوستو کې ناکامه بللی دی .

د پاکستاني پارليمان برني ايوان يا سينيټ کې په خېبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف په حکومت سختې نيوکې شوي ، او سينيټرانو په خېبر پښتونخوا صوبه کې د تحريک انصاف ډلې حکومت په امن راوستو کې ناکامه بللی دی .
د گل په ورځ د پاکستاني پارليمان برني ايوان يا سينيټ کې په خېبر پښتونخوا کې د اتوار په ورځ ترسره شوؤ ترهگرۍ د پېښو په اړه وړاندې کړل شوي تحريک باندې د بحث په مهال سينيټرانو وويل ، صوبه کې د تحريک انصاف حکومت د امنيت په ځايې کولو کې په مکمه توگه ناکامه شوی دی .
د اتوار په ورځ پېښور کې دعوامي نيشنل گوند ځايې مشر ميا مشتاق سره د دوه ملگرو په ډزو وژل شوی وو . اوشانگله پارضلع کې د مسلم ليگ ن ډلې مرکزي سينئر نائب صدر او د وزيراعظم نواز شريف مشير اميرمقام په قافله دوه چاؤدنو کې شپږ کسان وژل شوي وو .
د دغو دواړو پېښو پړه د پاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخيستې وه .
د سينيټ غونډه کې د بحث په مهال د عوامي نيشنل گوند سينيټر حاجي عديل وويل ، خېبر پښتونخوا کې د امنيت وضع لا نوره خرابه شوې ده . او د دې خبرې اندازه د اتوار په ورځ د ترسره شوؤ ترهگرۍ د پېښونه کيږي .
نوموړي وويل صوبه کې د عوامي نيشنل گوند تېر حکومت هم د ترهگرۍ سره مخ ؤ ، ولې دوي د پي ټي ائي د حکومت پرته د ترهگرۍ په نره مقابله کوله .
سينيټر افراسياب خټک وويل د تحريک انصاف د حکومت په خېبر پښتونخوا کې واک کم شوی دی . صوبه کې د ترهگرۍ ، تاوان دپاره تښتولو او قلنگ اخيستو پېښې زياتې شوي دي . نوموړي زياته کړه صوبه کې امن په ځايې کول د صوبايې حکومت کار دی ، او که چرته د پي ټي ائي مشر عمران خان د وزيراعلي د کارکردگۍ نه مطمئن نه وي نواستعفي دې تري اوغواړي .
د پيپلزپارټۍ سينيټر رضا رباني بحث کې د برخې اخيستو په مهال وويل ، د تحريک انصاف مشرانو به د ټاکنو نه وړاندې ادعاوې کولې چې په حکومتي واک کې د راتلو وروستو به د هېواد څخه ترهگري ختمه کړي . خو چې د کلې نه پي ټي ائي ته د صوبې واک په لاس کې ورغلی حالات لا نور خراب شوي دي .
نوموړي په خېبرپښتونخوا کې د اتوار په ورځ د سياسي ډلو په مشرانو د ترسره شوؤ بريدونو او کراچۍ کې د پوليس افسرچودهري اسلم د وژنې غندنه وکړه او زياته يې کړه ، چې د پي ټي ائي حکومت په صوبه کې دترهگرۍ په مخ نيوي کې خپلې ناکامۍ منلو ته تيار نه دی .
رضا رباني وويل خېبرپښتونخوا کې د ترهگرۍ په پېښو کې د وژل شوؤ سياسي مشرانو په جنازو کې د صوبي د حکومتي چارواکو گډون نه کول د دې خبرې دليل دی ، چې د تحريک انصاف حکومت دغه جنگ خپل نه گڼي .
نوموړي د مسلم ليگ (ن) ډلې په مرکزي حکومت هم نيوکې وکړي او وي ويل ، چې د مسلم ليگ (ن) ډلې د حکومت اووه مياشتې پوره شوې ولې د هېواد څخه د ترهگرۍ د خاتمې دپاره يې کومه تگ لاره جوړه نه کړه .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG