لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چودهري نثار: د قامي سلامتیه لپاره تگ لاره مکمل کړی شوي ده


اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته وینا کې چودهري نثار وویل که چې د مختلفو پارټیو لخوا وسله والو سره په خبرو اترو د متفقه فیصلې په رڼا کې به هیواد کې د ترهگرۍ مخنیوي لپاره وړمبی د مذاکراتو لار استعمالیږي او که چرې دا ناکامه کیږي نو بیا به هدفي کاروائي کولی شي
اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته وینا کې چودهري نثار وویل که چې د مختلفو پارټیو لخوا وسله والو سره په خبرو اترو د متفقه فیصلې په رڼا کې به هیواد کې د ترهگرۍ مخنیوي لپاره وړمبی د مذاکراتو لار استعمالیږي او که چرې دا ناکامه کیږي نو بیا به هدفي کاروائي کولی شي
د پاکستان د داخله چارو وزیر چودهرې نثار علي خان ويلي د قامي سلامتیه لپاره نوي تگ لار یا پالیسي مکمل کړی شوي ده چې ترهگرۍ د مخنیوي دپاره پکې مذاکرات وړمبی تجویز ټاکل شوی دی.
اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته وینا کې چودهري نثار وویل که چې د مختلفو پارټیو لخوا وسله والو سره په خبرو اترو د متفقه فیصلې په رڼا کې به هیواد کې د ترهگرۍ مخنیوي لپاره وړمبی د مذاکراتو لار استعمالیږي او که چرې دا ناکامه کیږي نو بیا به هدفي کاروائي کولی شي.
داخله وزیر وویل د قامي سلامتیه پالیسې مکمل کړی شوي ده او زر به منظورۍ د پاره کابېنې ته وړاندې کړی شي. هغه وویل د پالیسۍ یوه برخه به خفیه ساتلی شي.
چودهري نثار علې خان وویل ډرون حملو وسله والو سره مذاکراتو کې د پرمختگ لار نیولې ده. هغه وویل که ډرون حملې نه کیدی نو وسله والو سره مجوزه مذاکراتو کې به پرمختگ شوی وو.
پاکستان په خپله خاوره د مشکوک وسله والو خلاف د ډرون حملو مخالفت کوي او د خپلې خپلواکۍ سرغړونه يي گرځوي. خو امریکائي چارواکې ډرون د وسله والو خلاف موثره وسله گڼي. خپله وسله والو هم په خپلو ویب پاڼو ډرون حملو کې د خپلو گڼ شمیر اهم مشرانو د وژل کیدو تصدیق کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG